کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فېسبوک کې نوې ستونزه، د خلکو اکاونټونه په خپله بندېږي
فېسبوک

فېسبوک کې نوې ستونزه، د خلکو اکاونټونه په خپله بندېږي

د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ټولنيزو رسنيو مشهورې وېبپاڼې فېسبوک کې د خلکو د اکاونټونو د بندېدو شکايتونه راغلي دي، چې په خپله يې اکاونټونه لاګ اوټ کېږي.

د اکاونټونو په خپله د لاګ اوټ کېدو ډېر شکايتونه فېسبوک ترلاسه کړي دي، چې له هغه وروسته يې په خپله په دې اړه وضاحت خپور کړى دى.

فېسبوک په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي دي، چې موږ ته د ځينو خلکو له لوري دا شکايتونه رارسېدلي دي، چې د دوى اکاونټونه په خپله لاګ اوټ کېږي او بيا دوى د فېسبوک خلاصولو لپاره بيا ساين ان کېږي.

We’re looking into reports of people being logged out and having to log in again to access their Facebook accounts. We’re working to resolve this issue as quickly as possible. Thank you for your patience.

Posted by Facebook App on Friday, January 22, 2021

دوى زياتوي، چې موږ د دې ستونزې د حل لپاره کار کوو او ژر تر ژره به يې حل کړو.

د يادولو وړ ده چې فېسبوک هغه ټولنيزه رسنۍ ده چې په نړۍ کې تر ټولو زيات کاروونکي لري، فېسبوک ٢.٧٠ ميليارده کارکوونکي لري، چې په ١١١ ژبو کې فعاليت کوي.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …