کورپاڼه / خپلواک / کارتک اننيا ته: ته بالکل کترينه کېف ښکارې
اننيا، کارتک او ساره

کارتک اننيا ته: ته بالکل کترينه کېف ښکارې

خپلواک وېبپاڼه (۲۰ اکتوبر ۲۰۱۹): د هندي فلمونو نوي ستوري کارتک اريان او اننيا پانډی په هندي رسنيو کې يو ځل بيا د سر ټکي ګرځېدلي دي، لامل يې دا دی چې د دواړو يو ځای فلم راروان دی او همدا راز په انسټاګرام يې د یو بل په انځورونو داسې تبصرې کوي، چې رسنۍ يې لازمي رااخلي.

په هندي سينما کې څو جوړې ډېرې مشهورې وې، لکه راج کپور او نرګس، اميتاب بچن او ريکا، دليپ کمار او سايره بانو، شاه رخ خان او ايشوريه، شاه رخ خان او کاجل، په اوس وخت کې بيا سلمان خان او کترينه کېف.

همدا راز په نوو ستورو کې بيا د رنوير سنګ او دپيکا پاډوکون، د رنبير کپور او عاليې بټ او همدا راز تازه د کارتک ارين او ساره علي خان داسې جوړې دي چې د مشهورتيا هيله يې ډېره کېږي.

آرين خان: راځئ چې غني په ژوندانه وستايو

نشرت بروچا: رنبير مې په توليه کې خوښېږي

د اسلام لپاره د فلمونو پرېښودونکې اداکارې وروستی فلم خپور شو

تېره اونۍ اننيا پانډی په خپل انسټاګرام يو انځور خپور کړی و، چې کارتک ارين ورته ليکلي و: ((ته بالکل کترينه کېف ښکارې.)) دغه تبصرې ته اننيا بېرته وليکل: ((ته هم سلمان خان ښکارې.))

خو اوس دا نه ده معلومه چې دواړو په رښتيا د يو بل داسې ستاينه کړې ده او که د خپل راروان فلم (پتي پتني اور وه) تبليغات کوي، ځکه د دواړو ګډ فلم سره راروان دی.

په اصل کې د کارتک ارين او ساره علي خان د نږدې کېدو خبرې هم په هندي رسنيو کې ډېرې روانې دي او همدا راز د کارتک ارين او اننيا پانډی ملګرتيا هم بيا په خلکو کې شهرت لري.

د سېف علي خان لور او د بوپال پښتنه ساره علي خان چې تازه هندي سينما ته راغلې ده، په خپلو څو مرکو کې يې د کارتک ارين په تړاو خبرې کړې وې او ويل يې چې هغه يې ډېر خوښېږي. همدا راز سېف علي خان هم په يوه مرکه کې ويلي و، که کارتک ارين ډېرې پېسې ولري، نو هغه به خوشحاله وي چې لور يې له هغه سره ملګرتيا وکړي.

وروسته دواړو بيا په يو پروګرام سره له نږدې هم وليدل او دواړو تر ډېره له نږدې سر کار هم وکړ، چې هندي رسنيو کې د دواړو د انډیوالۍ او مينه په تړاو راپورونه خپرېږي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …