کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: په خوب کې مې هم کله فکر نه و کړى چې د لسيزې غوره لوبغاړى به ټاکل کېږم
راشد خان

راشد خان: په خوب کې مې هم کله فکر نه و کړى چې د لسيزې غوره لوبغاړى به ټاکل کېږم

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان وايي، چې کله يې په خوب کې هم دا فکر نه و کړى چې د لسيزې د شل اوريزو لوبو غوره لوبغاړى به ټاکل کېږي.

هغه وويل، ډېر زيات خوشحاله يم، چې د ولسمشر له لوري راته مډال راکول شوى دى، ما او کورنۍ ته مې دا د وياړ ځاى دى، خپل احساسات په خبرو کې نه شم ښکاره کولى. هڅه به مو همدا وي، چې ښه وځلېږو او افغانستان ته وياړونه راوړو.

د کورونا په اړه راشد خان وويل، چې نه يوازې کرکټ، بلکې ټوله نړۍ او ټول خلک له دې نه متاثره شوي دي، په ذهني ډول په لوبغاړي دا ډېر اثر کوي، ځکه هر ځاى چې کرکټ کوو، لومړى کرنټين کېږو او په ټولو لوبو کې بيا په هوټل کې بند يو.

هغه زياتوي، په پيل کې مشکل و، خو اوس له لوبغاړو او نورو کارونو کې ځانونه مصروفه ساتو، تر څو په ذهن مو ډېر اثر ونه کړي. هغه وايي، له تېرو اته يا نهه مياشتو راهيسې په همدې حالت کې ژوند کوي.

راشد خان وويل، چې تجارتي ليګونه د لوبغاړو لپاره ډېر ښه وي، په ځانګړې توګه زموږ د لوبغاړو لپاره، ځکه موږ له سترو لوبډلو سره ډېرې لوبې نه لرو او کومې تجربې چې په تجارتي ليګونو کې ترلاسه کړو، هغه بيا له خپلو لوبغاړو سره شريکوو.

نوموړي وويل، چې کرکټ اوس ډېر شوى دى، ځکه د نړيوالو لوبو تر څنګ تجارتي ليګونه هم ډېر دي، که يو لوبغاړى ډېر وخت پېدا کړي نو يوه اونۍ استراحت وکړي، نو د دې لپاره فيټنس ډېر ضروري دى او بايد ځان فيټ وساتې، نو بيا کولاى شې چې په نړيوالو لوبو کې هم برخه واخلې او په تجارتي ليګونو کې هم ولوبېږې.

Loading...

دا هم ولولئ

کريس ګيل

د کريس ګيل د پرتوګ اغوستلو جالبه ويډيو

د ويسټ انډيز چټک توپوهونکى کريس ګيل، چې د يونيورس باس په نوم پېژندل کېږي، …