کورپاڼه / هنر او کلتور / اکشى کمار او پاريش راول د OMG دويم فلم جوړوي
پاريش راول او اکشى کمار

اکشى کمار او پاريش راول د OMG دويم فلم جوړوي

په ٢٠١٢ کال کې د هندي سينما مشهور فلم OMG يا Oh My God نندارې ته وړاندې شوى و، چې اکشى کمار او پاريش راول پکې مرکزي کردارونه لوبولي و.

په دې فلم کې يو سړى د هندوانو د بهګوان خلاف محکمې ته ځي او وايي، چې د هغه پلورنځى د زلزلې له امله نړېدلى دى، نو هغه ته دې بهګوان د هغه د پلورنځي تاوان ورکړي.

که څه هم په دې فلم کې د هندوانو په پنډتانو سختې نيوکې شوې وې او فلم هم د ډېر مخالفت سره مخ شوى و، خو بيا هم دا فلم خلکو ډېر خوښ کړى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، اکشى کمار او پاريش راول يو ځل بيا يو ځاى شوي دي او د OMG فلم بله برخه جوړوي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د اوږده انتظار وروسته فلم جوړونکي په دې توانېدلي دي، چې داسې يوه کيسه پېدا کړي، چې د تېر فلم په څېر د خلکو خوښه او کامياب شي.

په تېرو ٦ مياشتو کې د دې فلم په کيسه کار شوى دى او اکشى کمار په خپله د فلم د کيسې په ليکلو کې برخه اخيستې ده، تر څو يوه ښه کيسه چمتو کړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د دې فلم ثبت به په روان کال کې د اپريل په مياشت کې پيل شي او په راتلونکي ٢٠٢٢ کال کې به نندارې ته وړاندې شي.

تراوسه پورې د کيسې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، چې د دويم فلم کيسه به څه وي.

د يادولو وړ ده چې اکشى کمار او پاريش راول په ډېرو فلمونو کې ګډ کار کړى دى، چې د هغوى زياتره فلمونه د خلکو خوښ شوي او ډېر کامياب شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

پريانکا چوپړا

د پريانکا چوپړا کالي په ټولنيزو رسنيو کې رشخند شوي

د باليووډ او هاليووډ فلمونو مشهورې اداکارې پريانکا چوپړا نوي کالي په ټولنيزو رسنيو کې …