کورپاڼه / روغتيا / د غوږ د خیري پاکول خطرناک تمامېدلی شي

د غوږ د خیري پاکول خطرناک تمامېدلی شي

ویل کېږي چې زیاتره د خپلو غوږونو د پاکولو لپاره له مالوچو او نورو شیانو څخه کار اخلي، چې ډېر خطرناک او ضرر رسوونکې کړنه ګڼل کېږي او لږه غوندې بې احتیاطي موږ د اورېدلو له حسه بې برخې کولی شي.

ویل کېږي چې په دې طریقې سره د غوږونړ پاکول خو لېرې خبره ده، ددې برعکس زموږ غوږونو ته زیانمن تمامېږي او ډېر امکان دې ولري چې تر ډېره پورې د غوږ د درد له ستونزې سره مو مخ کړي.

په دې اړه د غوږ، پوزې او د ستوني متخصص ډاکټر عاطف حفیظ وایي، چې د غوږ د خیري ستونزې یا تکلیف په ۸۰ سلنه کسانو کې نه وي، یوازې ۲۰ سلنه بیا داسې کسان وي، چې د ذکر شوې ستونزې ښکار ګرځي.

نوموړی وایې چې په طبیعي ډول د غوږ د پاکوالي لپاره یو سیستم شتون لري او پخپله غوږ هم داسې جوړښت لري چې نه پرېږدي دننه یې اوبه داخلې شي. دغه راز لکه څنګه چې پوزه او خوله اوبو ته اړتیا لري، همدغسې غوږونه هم نمجن کېدو ته اړتیا لري، چې له مخکې ور پکې شتون لري، نو د غوږ د پاکولو پرمهال د مالوچو ټوټې غوږ ته ډېرې ور دننه کول سمه کړنه ده.

د غوږونو تنګې لارې د مختلفو شیانو لپاره نه وي جوړې شوي او دا خبره هم سمه ده چې د غوږونو پاکول یوه غوره کړنه ده، خو ستاسې په غوږونو کې موجوده خیره ستاسو غوږونو ته زیان نه شي رسولی، ځکه چې دا په طبیعي ډول سره رامنځته کېږي، چې خپل ځانګړی مقصد لري.

بله خوا له دې مخکې هم له یوې څېړنې څخه څرګنده شوې وه، چې د غوږ د خیري په تجزیه کولو سره د انسان دماغي یا ذهني ناروغۍ یاهم رواني ناروغۍ لکه ژور خپګان او نورې معلومېدای شي، چې بیا یې په درملنه کې مرستندویه هم تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

هره ورځ دوه ځلې مېوې او درې ځلې سابه وخورئ او له ناروغیو ځان وساتئ

د مېوو او سبو د بې شمېره ګټو په اړه خو موږ ټول پوهېږو، خو …