د ټولې نړۍ رسم ایستوونکی یا نقاشان د کینوس په ټوټه د خپل هنر په مرسته د نقاشۍ په کولو سره د خپلو تخلیقي وړتیاوو څرګندونه کوي، خو نن ورځ مو له یوې داسې هنرمندې څخه خبروو چې د کینوس د ټوټي پرځای پخپل بدن نقاشي یا رسامي کوي.
د سربیا اوسېدونکې او د میک آپ کولو دغه هنرمنده، چې اسکن الیوژن نومېږي، د خپلو غوره وړتیاوو په څرګندولو سره خپل بدن په داسې ډول سره بدلوي، چې لېدونکي کسان ورته ګوته په غاښ پاتې کېږي.
ویل کېږي چې الیوژن د میک آپ او نقاشي په کارولو سره خپل بدن په داسې ډول سره بدلوي، چې تاسې به یې هم له لېدلو وروسته پخپلو سترګو بې باوره شي.
د الیوژن د وینا له مخې یې والدین وایي، چې نوموړې د ګرځېدلو څخه دمخه د نقاشۍ هنر زده کړی و او د ماشومتوب د خاپوړو پر وخت یې په خاپوړو نقاشي کوله.
ویل کېږي الیوژن د ټولنیزو رسنیو په سبب په ښه شهرت ترلاسه کړی او په ټوله نړۍ کې د خپل نوم په جوړولو یې بریالیتوب ترلاسه کړی.