د سویلي افریقا ښځینه لوبډلې د پاکستان ښځینه لوبډلې ته په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه او لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.
د سویلي افریقا او پاکستان ښځینه لوبډلو ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه په ډربن کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې پاکستان پچه وګټله او لومړی يې د سویلي افریقا لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
سویلي افریقا ښځینه لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې مریزین کېپ ۶۸ ناسوځېدلې او لیزلي لي ۴۷ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري نشرو ساندهو او ډیانا بېګ ۲-۲ لوبغاړې وسوځولې.
د ۲۵۳ منډو هدف په تعقیب کې د پاکستان ښځینه لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۹ منډې وکړې او د ۱۳ منډو په توپیر يې دویمه ماتې هم وخوړه.
د دوی له لوري عالیه ریاض ۸۱ او ندا ډار ۵۱ منډې وکړې.
د سویلي افریقا له لوري ایا بونګا خاکه ۴ او مریزین کېپ ۳ ویکټې واخیستې.
د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ کې سویلي افریقا دوه لوبې وګټلې او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه یا وروستۍ لوبه د جنورۍ په ۲۶مه نېټه ترسره شي.