د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو سیالیو ته راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې اخیستی دی او وايي چې د هغه لوبېدو او ایکشن ته سخت په تمه یو.
راشد خان چې اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې د ملي لوبډلې سره دی او د ایرلېنډ پر وړاندې لوبېږي، په لومړۍ لوبه کې يې چټکه پنځوسیزه هم ووهله.
نوموړی د پاکستان سوپر لیګ راتلونکي پړاو کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبېږي، چې دغه لوبډلې تازه په ټولنیزو رسنیو کې د هغه په اړه پوسټونه کړي دي.
په یو ټویټ کې لاهور قلندرز د راشد خان د شل اوریزو لوبو معلومات خپاره کړي دي او لیکلي يې دي، چې نوموړی به توپوهونکي په خپله توپ اجونه ونڅوي.
دوی همدا راز لیکي، چې د پاکستان سوپر لیګ په شپږم پړاو کې د راشد خان ایکشن ته سخت په تمه یو.
Spinning sensation @rashidkhan_19 can make the batsmen dance on the pitch with his magical bowling spells and we can hardly wait to see him in action in #PSL6! An exceptional addition to the #Qalandars family. #DamaDamMast #MainHoonQalandar #Dilse pic.twitter.com/M4fWPzolD4
— Lahore Qalandars (@lahoreqalandars) January 23, 2021
د یادولو وړ ده چې راشد خان به په لومړي ځل د پاکستان سوپر لیګ کې ولوبېږي چې د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیلېږي.
له راشد خان پرته دې سیالیو ته محمد نبي او نور احمد د کراچۍ کنګز، مجیب الرحمان د پېښور زلمي او قېس احمد د کوټې ګلیډیټرز لوبډلو اخیستي دي.