کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ویوو فلیګ شپ X60 Pro Plus موبایل

د ویوو فلیګ شپ X60 Pro Plus موبایل

ویوو ۲۰۲۰ کال د فلیګ شپ X60 د لړۍ په دوو نوو ځیرکو موبایلونو سره پای ته ورسوو. ویل کېږي چې ویوو د X60 او X60 Pro په وړاندې کولو سره اوسمهال ددې لړۍ دریم موبایل X60 Pro Plus هم وړاندې کړی دی، چې ددې لړۍ ترټولو قوي موبایلونه ګڼل کېږي او هغه کسان چې د کامرې لپاره موبایلونه اخلي، د هغوی لپاره یو غوره ډیوایس ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې په X60 Pro Plus کې د Gamble Establishment د سیستم د نوي ویرژن یوه ډېره غوره کامره د سانسور سره یوځای ورکړل شوې. د شرکت د وینا له مخې چې د دغه نوي پروسیسر GPU پنځه دیرش سلنه تېزه او شل سلنه ډېر چارچ ساتي. دغه راز ددې لپاره چې پروسیسر یې په ښه توګه فعالیت ترسره کړي، په ذکر شوو موبایلونو کې ګړندی LPDRS 8 څخه دولس GB ریم لګولی، چې د ۶۴۰۰ MBSP په رفتار سره ډیټا لېږدوي او له ۱۲۸ GB څخه تر ۲۵۶ GB پورې حافظه لري. دغه راز ۶.۵۶ سکرین، ۴۲۰۰ MAH بیټري، ۵۵ واټه په تیزۍ سره چارچول او د USB برخې لري، خو په بې سیمه توګه سره نه چارچیږي.

بله خوا ذکر شوي موبایلونه څلور شاتنۍ کامرې لري، چې اصلي کامره یې ۵۰ میګا پکسله د ډبل پکسل PDF، لیزر، OIS، AF او نور اپشنونو پکې شتون لري.

د شرکت د وینا له مخې د کامرې لوی UM ۱.۲ پکسل او ۱.۵۷ ړنا یې په کمه روښنایۍ د عکس په ایستلو کې مرستندویه تمامېږي او د شپې موډ ۲.۰ ورکړل شوی، چې په بیخي کمه ړنا کې هم عکس اخیستلی شي. خو د ړنا حساسیت یې ۳۸.۸ سلنه او د عکس سموالی یې بیا ۲۲ سلنه ښه دی او ۴۸ میګا پکسله پراخه کامره هم لري، چې له عادي سیستم څخه درې برابره غوره عکسونه اخلي او په مخکینۍ برخه کې بیا ۳۲ میګا پکسله کامره د پنځو سوریو په ډیزاین سره پکې ور کړل شوې.

ویل کېږي چې دغه موبایلونه به لومړی په چین کې بازار ته وړاندې چې د اته جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې لرونکی موبایل به یې پنځه زره چینایې یوآنه بیه ولري.

Loading...

دا هم ولولئ

ددې عجیب او غریب مخلوق معما تر اوسه نه ده حل شوې

په ۲۰۰۸ کال د اوړي په موسم کې د نیویارک د مونټاک د سیمې اوسیدونکې …