- د قران د تلاوت پر وخت به مو نیت دا وي، چې د الله تعالی نږدېوالی ترلاسه کړو، په حدیث شریف کې راځي: (إنك مع من أحببت) ژباړه: تاسې به له هغه چاسره واوسئ، له چاسره مینه لرئ.
-
د تلاوت پر وخت به مو نیت دا وي چې په ایمان کې ډېروالی رامنځته شي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: ( وإذا ماأنزلت سورة فمنهم من يقول أيكم زادته هذه إيمانا فأما اللذين آمنوا فزادتهم إيمانا وهم يستبشرون)
-
د قران کریم د تلاوت پر وخت به مو یو نیت دا هم وي، ترڅو د الله تعالی په اړه ډېر علم او پوهه ترلاسه کړو، همیشه مو عاجزه او خاکساره واوسو او هر وخت د الله تعالی څخه مرسته وغواړو.
-
د قران کریم د تلاوت پر وخت به مو هیله دا وي، چې الله تعالی پر موږ لوی فضل وکړي او د تلاوت په بدل کې مو پخپلو ځانګړو بنده ګانو کې وشمېري، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (إن لله أهلين من الناس” ، قالوا: من هم يارسول الله؟ قال: “هم أهل القرآن ، أهل الله وخاصته) ژباړه: په خلکو کې ځینې داسې خلک هم شته چې هغوی د اولیاوو درجې لري، خلکو وپوښتل ای رسول الله هغه کوم خلک دي؟ ځواب یې ورکړ، هغه د قران تلاوت کوونکي دي.
-
ترټولو مهم او لوی نیت دا چې موږ د الله تعالی عبادت کوو، الله تعالی فرمایي: (ورتل القرآن ترتيلا)
پای