کورپاڼه / جالب / په اسرایلو کې د نړۍ د پخوانیو جوماتونو څخه یو جومات موندل شوی

په اسرایلو کې د نړۍ د پخوانیو جوماتونو څخه یو جومات موندل شوی

د لرغونپوهانو یوې ډلې په اسرایلو کې د بحر الجلیل په غاړه د نړۍ له پخوانیو جوماتونو څخه یې یو جومات موندلی دی. د عرب نیوز د راپور له مخې ویل کېږي چې ددې جومات آثار یې د بازنطیني د بادشاهۍ د دور د یوې ودانۍ د پاتې شونو په لاندنۍ برخه کې موندلی.

ډېر امکان دې ولري چې دا جومات دې په ۶۳۵ کال د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د یو صحابي لخوا، چې د اسلامي فوځونو مشر و او په اوومه پیړۍ کې یې د شام یا سوریې سیمې فتح کړې وې، جوړ شوی و.

راپورونه وایي چې دا جومات د اسرایلو د شمالي ښار د طبریه په مضافات کې موقیعت لري، چې د موندنې اعلان یې تېره اوونۍ د یوې اکیډومکې غونډې په ترڅ کې وکړو. د یروشیلم د هیبرو پوهنتون د کاټیا ساینټراین سلورمین په مشرۍ سره یوې ډلې له تېرو یوولسو کلونو څخه په دغه ځای کې کیندنې کولې.

ویل کېږي چې پر دغه ځای یې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۰ کېندنې وکړې، کله چې یې د یوې ودانې څو ستنې وموندلې، نو لرغپوهانو وویل چې دا به د بازنطیني د وخت مارکیټ وي، چې له همدې دور څخه وروسته له دې ځایه د اسلام لومړنی دور پیل شو او د لوښو پاتې یا پاتې شوني یې هم موندلي.

لرغپوهانو په لومړیو کې دغه پاتې شوني د اتمې پېړۍ د یو جومات په ډول سره وپېژندلې، خو کله چې یې نورې کېندنې وکړې، نو یوه پېړۍ مخکیني اثار یې ترلاسه کړل.

اسرایلي لرغونپوهان باوري دي، چې دا جومات څو پېړۍ دمخه جوړ شوی او غالب ګومان دادی چې دا به د شرحبیل بن حسنة لخوا جوړ شوی وي، چې د هغه وخت د فوځ مشر و او دا سیمې یې فتحه کړې وې.

 

ډاکتر کاټیا ساینټراین وایي، موږ په باوري ډول نه شو ویلی، چې دا به شرحبیل بن حسنة جوړ کړی وي، خو موږ سره داسې تاریخي اثار موجود دي، چې له مخې یې ویلی شو، چې دا جومات نوموړي په ۶۳۵ کال د طبریه د فتحه کولو څخه وروسته جوړ کړی.

دا هم ولولئ

هغه غرڅه، چې دوه کاله یې څلور کیلو ټایر په غاړه وګرځاوه، اوږې یې سپکې شوې

هغه بې ژبې غرڅه، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په غاړه کې څلور …