کورپاڼه / روغتيا / د وینې د فشار عام درمل خوړل کومې ناروغۍ رامنځته کولی شي؟

د وینې د فشار عام درمل خوړل کومې ناروغۍ رامنځته کولی شي؟

روغتیایي کارپوهان وایي چې له اتلس کلنۍ څخه د پورته عمر لرونکي؛ د نړۍ شل سلنه وګړي د وینې د فشار په ناروغۍ اخته دي او هغه عام درمل چې د فشار د برابر ساتلو لپاره خوړل کېږي، د ژور خپګان د رامنځته کولو سبب کېدلی شي.

د وینې فشار چې انسان په خاموشۍ سره له منځه وړي، د زړه او فلج د ناروغیو سبب کېدلی شي. د یوې نوې څېړنې او سروې له مخې څېړونکو وموندله، چې هغه کسان چې د فشار د برابر ساتلو لپاره د بي ټابلاکرز او کلسیم چینل بلاکرز لرونکي درمل خوري، د عامو خلکو په پرتله دوه برابره د ژور خپګان په ناروغۍ اخته کېدلی شي.

دا څېړنه د ګلاسګو په پوهنتون لخوا د پنځو کلونو په موده کې د ۴۰ څخه تر ۸۰ کلونو پنځه لکو ناروغو ترسره شوې، چې یو نیم لکو کسانو ته یې یا اینجیوټینسن یا بيټابلاکرز یاهم کلسیم چینل بلاکرز او د تایزایډ درمل وکړل او له یو نیم لکو څخه یې زیاتو کسانو ته بیا هیڅ ډول درمل ور نه کړل، چې بیا په ناروغو کسانو کې د طبیعت خرابېدل او د ژور خپګان په ګډون ځیني نور حالاتونه هم ولېدل او له درملو درې میاشتې وروسته یې ۲۹۹ کسان روغتون ته د ژور خپګان له امله راوستل. یعنې هغه کسان چې د بيټا بلاکرز او کلسیم چینل بلاکرز درمل یې خوړلي ول، له نورو دوه برابره په ژور خپګان اخته ول.

دغه راز هغه کسان چې د تایزایډ درمل یې خوړلي ول، د ژور خپګان نښې، نښې یې د بیټا او کلسیم بلاکرز خوړونکو ناروغانو سره برابرې وې. روغتیایي کارپوهانو له دې څېړنې وروسته د فشار په درملو د بیا کتنې غوښتنه کړې. بله خوا د اینجیوټینسن درملو بیا د ژور خپګان په کمولو کې مرسته کړې وه.

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم د یوې څېړنې په پایله کې د ژور خپګان او د زړه د ناروغیو اړیکې موندل شوې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

د ډېرو خوږو شیانو د خوړلو عادت یو بل زیان هم په ګوته شو

د ډېرو کسانو خواړه یا خوراکي توکي تر هغه وخته پورې بشپړ نه وي، ترڅو …