د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ايرلېنډ لوبډلمشر پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
عظمت الله عمرزى چې د افغانستان لپاره په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ولوبېده او دا يې لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه هم وه، په دويمه لوبه کې نه دى اخيستل شوى او د هغه پر ځاى حشمت الله شهيدي ته ځاى ورکړل شوى دى.
د افغانستان ١١ کسيز نوملړ:
رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، جاوېد احمدي، رحمت شاه، اصغر افغان (لوبډلمشر)، حشمت الله شهيدي، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدين نايب، راشد خان، مجيب الرحمان او نوين الحق.
د ايرلېنډ ١١ کسيز نوملړ:
پال سټرلينګ، کيوين اوبراين، انډي بيلبيرني (لوبډلمشر)، هيري ټکټور، لورکن ټکر (ويکټ ساتونکى)، کرټس کمپر، ګاريټ ډيلاني، سيمي سينګ، انډي مک براين، بيري مک کارتي او کرېګ ينګ.
د يادولو وړ ده چې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان د ١٦ منډو په توپير د ايرلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، چې رحمان الله ګربز په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ١٢٧ منډې کړې وې، چې د لومړنۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې په توګه د يو لوبغاړي دويمې زياتې منډې هم دي.
که څه هم عظمت الله عمرزى په لومړۍ لوبه کې ښه نه و ځلېدلى، خو بيا هم د کرکټ مينه والو او کره کتونکو غوښتنه کوله، چې هغه ته بايد په ټولو لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شي، تر څو خپل استعداد ښکاره کړي او د يوې لوبې په ترسره کولو سره دې هغه له لوبې نه کېنول کېږي.