کورپاڼه / خبرونه / بابر اعظم: د ښه کپتان نښه دا ده چې چېلنج په ځان واخلي
بابر اعظم

بابر اعظم: د ښه کپتان نښه دا ده چې چېلنج په ځان واخلي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى بابر اعظم وايي، کله چې د توپوهنې لپاره مېدان ته کوز شي، نو هغه وخت کې يوازې توپوهنه کوي او کپتاني يې په ذهن کې نه وي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د ښه کپتان نښه دا ده چې مثبت وي، چېلنج د نورو پر ځاى په خپل ځان واخلي او د لوبې د بريا لپاره زياته خواري ترسره کړي.

بابر اعظم وايي، چې د لوبډلمشر په توګه هغه يو مسلکي دي، ملګرتيا يې له لوبغالي څخه بهر وي.

د سويلي افريقا لوبډله چې کله په وروستي ځل په ٢٠٠٧ کال کې پاکستان ته په سفر تللې وه، نو بابر اعظم هغه مهال بال پکر (هغه هلکان چې په باونډرۍ کې توپ رانيسي) و او اوس چې ١٤ کاله وروسته بيا پاکستان ته تللې ده، نو بابر اعظم د پاکستان ملي لوبډلې لوبډلمشر دى.

د پاکستان او سويلي افريقا لوبډلې د ٢ ټېسټ او ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کوي، چې لومړۍ ټېسټ لوبه به د جنورۍ په ٢٦مه نېټه په کراچۍ کې پيل شي.

کپتان بابر اعظم وايي، چې هغه هيله من دى چې پاکستان به د سويلي افريقا پر وړاندې ښه لوبه ترسره کوي او دوى به په ټېسټ لوبو کې بريا خپلوي.

دا هم ولولئ

نن د نړیوال جام سیالۍ په دوو لوبو سره پیلېږي

نن يکشنبه د اکتوبر په ۱۷مه د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړيوال جام سیالۍ د …