کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل د موبایل په سرچ اینجن (پلټوونکي) کې د اسانتیا لپاره د بدلونونو پرېکړه کړې

ګوګل د موبایل په سرچ اینجن (پلټوونکي) کې د اسانتیا لپاره د بدلونونو پرېکړه کړې

ګوګل د ځیرکو موبایلو په سرچ اینجن یا پلټوونکي کې د بدلونونو د راوستلو پرېکړه کړې. د ګوګل د شرکت د وینا له مخې ویل کېږي، چې په راتلوونکو څو ورځو کې به دغه بدلونونه رامنځته کړي.

ویل کېږي چې په دې بدلونونو کې د ډېر غټ او په څرګند ډول به د لیکنې ښودل شامل کړي، په سبب به یې پلټنه یا سرچ آسانه او له مخکې به ډېر تېز ترسره شي. دغه راز د پلټنې یا سرچ پایلې به په واضح ډول سره د سکرین پر مخ څرګندې شي.

سربېره پر دې ګوګل اراده کړې، چې د پلټنې یا سرچ په پایله کې به اړین معلومات څرګند کړي او هغه معلومات چې اړتیا ورته نه وي، د بېخي کمولو لپاره به یې په ډېزاین کې بدلون رامنځته شي.

د ګوګل د شرکت د وینا له مخې زیاتېږي، چې د ځیرکو موبایلونو د ګوګل د پلټوونکې یا سرچ اینجن ډیزاینر ایلین شینګ وایې، چې موږ د ګوګل پلټوونکې یا د سرچ اینجن کاروونکو د آسانتیا لپاره یو قدم شاته ځو، ترڅو د هغوی لپاره د غوښتونکو پایلو په ترلاسه کولو کې آسانتیا او ګړندیتوب رامنځته کړو، ایلین زیاتوي چې د ګوګل پلټوونکی یا سرچ اینجن د وخت په تېرېدو سره تغیر مننونکی دی، نو ځکه خو یې په ډیزاین کې بدلون راوستل یوه ستونزمنه مرحله ده، موږ یوازې پر ویب موجود معلومات نه ترتیبوو، بلکې د ټولې نړۍ معلوماتو ته ترتیب ورکوو.

د ګوګل شرکت وایي چې په پلټوونکې یا سرچ اینجن کې به د پایلو په لوستلو کې له مخکې ډېره آسانتیا راولي او د مهمو او اړینو معلومات د څرګندولو لپاره به له مختلفو رنګونو څخه کار واخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

ددې عجیب او غریب مخلوق معما تر اوسه نه ده حل شوې

په ۲۰۰۸ کال د اوړي په موسم کې د نیویارک د مونټاک د سیمې اوسیدونکې …