د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د دويمې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې څخه مخکې د نجيب ترکي او راى ټورنز د روحونو لپاره ١ دقيقه چوپتيا غوره شوه.
د افغانستان ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى نجيب ترکى، چې څو مياشتې وړاندې يې په يوه ټرافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى و او د ايرلېنډ لوبډلې پخوانى مدير راى ټورنز چې تېره ورځ مړ شوى و، د دواړو د روحونو لپاره چوپتيا غوره کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي: ((افغان او ايرلنډ لوبډلو د پخواني ملي لوبغاړي نجيب ترهکي او د ايرلنډ لوبډلې د پخواني مدير رای ټورنز روحونو ته د اعزاز وړاندې کولو په موخه د څو شېبو لپاره چوپتيا غوره کړه.))
د يادولو وړ ده چې د يوې دقيقې چوپتيا غوره کولو پرېکړه په اصل کې د ايرلېنډ کرکټ لوبډلې پلان کړې وه، چې د خپل پخواني مدير لپاره دا کار وکړي، خو په دې وخت کې افغانستان کرکټ بورډ ته نجيب ترکى هم ورپه ياد شو.
د يادولو وړ ده چې نن افغانستان له ايرلېنډ سره دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کوي، چې ايرلېنډ د لوبې پچه ګټلې ده او لومړى توپوهنه کوي.