کورپاڼه / هنر او کلتور / ودیا بالان: ویب سریزونو (ویب لړیو) ته ډېرې پاملرنې، د ډېرو هنرمندانو فکرونه بدل کړي

ودیا بالان: ویب سریزونو (ویب لړیو) ته ډېرې پاملرنې، د ډېرو هنرمندانو فکرونه بدل کړي

د بالیووډ مشهورې هنرمندې ودیا بالان منلې، چې ویب سریزونو یا فلمونو ته د خلکو ډېرې پاملرنې یې ددې او نورو هنرمندانو فکرونه بدل کړی، ځکه چې په همدې سبب د تېرو لسو میاشتو څخه د فلم په صنعت کې بدلون راغلی دی. یعنې هغه هنرمندان چې تر اوسه پورې له ډیجیټل نړۍ څخه لېرې ول، هغوی هم د خپل هنر د ښودلو په اړه په فکر کولو پیل کړی.

د هندي اخبار هندوستان ټایمز د راپور له مخې ودیا بالان وایې، دی نه پوهېږي چې دا به د وبا په سبب وي او که څنګه، بلکې دی داسې هم نه ګڼي چې ددې سبب به د کورونا ویروس وي. نوموړې وایي، چې ددې په فکر چې ویب سریزونو د نوم د جوړولو لپاره ډېر وخت لګولی او موږ یې د کورونا د ویروس پرمهال د مېوې خونده وڅکله.

ودیا بالان وایې چې باوری ده چې دا به هم په کوم ویب سریز یا فلم کې برخه واخلي او په نظر یې چې دا به ددې کار لپاره سم وخت وي. ودیا بالان چې باید د (شکنتلا دیوی) فلم یې خپور کړی و، تېر کال د کورونا د ویروس په نتیجه کې په انلاین بڼه خپور شو.

ودیا بالان وایي چې د ویب سریزونو کامیابي ډېر لاملونه لرلی شي، یوازې هنرمندان نه بلکې ټول خلک د ویب سریزونو په اړه مثبت نظر لري، ځکه چې د ویب سریزونو سره مختلف شیان وړاندې کېږي او لېدل کېږي، چې ددې مطلب دادی چې ویب سریزونه د ټولو لپاره وي.

نوموړې زیاتوي چې په همدې سبب هنرمندان کولی شي، چې کار وکړي او هغه کسان چې ویب سریزونه ترسره کوي، کارونه یې د فلمونو په درېدلو سره د خنډ سره نه مخ کېږي. ودیا بالان وایي چې دی نه پوهېږي چې حالات به کله سم شي او خلک به سینما ته تګ پیل کړي، هیله منده چې سینما به ډېر ژر د خلکو پر مخ پرانیستل شي، خو ویب سریزونو یو نوې لار پرانستلې، چې دا خپله د خوښۍ زېری کېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

کنګنا رناوت

د هند يوې محکمې د مشهورې هنرمندې کنګنا رناوت د نيولو امر کړى

د هند د مشهور شاعر او سندرو ليکونکي جاوېد اختر د سپکاوي په تور د …