کورپاڼه / ليکنې / شرمندونکې ماشومان څنګه پخپل ځان باوري کړو؟

شرمندونکې ماشومان څنګه پخپل ځان باوري کړو؟

ویل کېږي چې په ځینو وختونو بعضې ماشومان ډېر شرمندونکي وي، چې بیا ورته ډېر زیانمن تمامېږي. دا ډول ماشومان د یوې خبرې د ځواب یا غبرګون پرمهال ډېر کمزوري برېښي. د سیدتي اخبار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ګول ماشومان ډېری وخت د نا آرامۍ احساس هم کوي او د مور او پلار پر وړاندې تل خپل سر ټیټ نیسي یاهم سترګو پټوي او په همدې ډول د ځان ساتنې هڅه کوي. په ښوونځي کې د ښوونکو له پوښتنو وېرېږي، ملګري نه شي پیدا کولی او په تنهایۍ سره د نورو د لوبو ننداره کوي او پخپله د لوبو له کولو ځان ساتي.

د نوو زېږېدلو ماشومانو لپاره اړین ټکي:

۱- ماشوم ته داسې حس ورکړئ چې هغه محفوظ دی او د آرام لپاره وخت ورکړئ، نابلده کسانو ته یې مه ورکوئ یایې مه ورلېږئ او پرځای د خپلو نورو ماشومانو سره لوبو کولو ته پرېږدئ او په ښه طریقه ورسره خبرې وکړئ.

۲- په ټولنیزو حالاتو کې ورسره ملګرتیا وکړئ، کله چې په ډلیزه توګه لوبه کوي ورسره واوسئ، تشویق یې کړئ.

۳- ماشوم ته مو دا احساس ورکړئ چې تاسې د هغه له وېرې خبر یئ، هغوی ته د جذباتو یا احساساتو آزادي ورکړئ او دا احساس ورکړئ چې تاسې ورسره مرسته کوئ. یعنې کله چې تاسې یو محفل ته داخلېږئ او ماشوم مو د وېرې احساس کوي، نو تاسې بیا داسې احساس ورکړئ، چې په محفل شتون نه لئ.

۴- ماشوم مو له ډېر آرام څخه وساتئ، ترڅو هغه په دې فکر کې شي چې حالت یو څه وېروونکی دی. ځکه چې ډېره زیاته پاملرنه هم ستاسو له ماشومانو شرمندونکې جوړوي.

۵- کله چې ستاسې ماشوم هڅه وکړي ترڅو نورو ته ځواب ورکړي یا له چا پوښتنه وکړي یا له تاسې لېرې چرته لوبه کوي، نو په ډېرو ښو الفاظو ستاینه یې وکړئ.

۶- که چېرته ستاسې ماشوم د نورو ماشومانو ترمخ شرمېږي، نو سمدستي ځواب ورکړئ، چې دی د ماشومانو سره د لوبو کولو لپاره وخت ته اړتیا لري او د خپل چاپیریال په اړه زده کړه کوي، نو په دې ډول به مو ماشوم پوه شي، چې تاسې هغه په مکمل ډول پېژنئ او د وخت په تېرېدو به هرڅه سم کړي.

د ښوونځي د ماشومانو لپاره اړین ټکي:

۱- که چېرته ستاسې ماشوم د کوم ملګري لخوا دعوت شي، نو د لومړي ځل لپاره ورسره خپله لاړ شئ، نو ماشوم به مو د تخفظ احساس وکړي او ورو ورو به دغه عادت خپل کړي او دا ور زده کړئ ترڅو له ملګري سره ښه وخت تېر کړي.

۲- که چېرته مو ماشومان د ښوونځي څخه پرته په نورو فعالیتونو کې برخه اخلي و یې هڅوئ.

۳- خپل ماشومانو له نورو سره یعنې له بل ورور، خور، تره زوي یا بل کوم چاسره مه مقایسه کوئ، بلکې لا یې وهڅوئ.

۴- د ماشومانو له یو ډاکتر ته مشوره وکړئ، یعنې که چېرته مو ماشوم د شرم احساس کوي او په ختمولو کې پاتې راغلي یئ، نو یو ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ

ښځه او سړى

په لومړي نظر نارینه په ښځو کې څه ویني؟

ارواپوهنه د انساني تجربو په مطالعه او د انساني دماغو د مختلفو احساساتو، جذباتو او …