کورپاڼه / روغتيا / ددې لپاره چې یو ښه ځیګر ولرو باید کوم توکي استعمال کړو او له کومو ډډه وکړو؟

ددې لپاره چې یو ښه ځیګر ولرو باید کوم توکي استعمال کړو او له کومو ډډه وکړو؟

ځیګر زموږ د بدن مهم او حساس غړی دی، چې د وینې په جوړولو، پاکولو او ټول بدن ته یې د رسولو دنده په غاړه لري، خو که چېرته د ځیګر اړوند ستونزې رامنځته شي، نو ټول بدن ته یې ضرر رسېدلی شي. روغتیایي کارپوهان وایي چې د بدن وینه د ځیګر سره نیغ په نیغه اړیکه لري، چې پاکه وینه ټول بدن ته رسوي او ناپاکه وینه ترې بېلوي، نو په همدې سبب ویلی شو چې د انسان مجموعي روغتیا یو صحت مند ځیګر پورې اړه لري. روغتیایي کارپوهان وایي ددې لپاره چې ښه ځیګر ولرو، نو باید په له طبیعي خوړو څخه ګټه واخلو او له بازاري توکو یا هغه توکي چې پروسیس شوي وي یا په بازار کې تیارېږي، ور څخه ځان وژغورو او لاندې توکي استعمال کړو.

د ګازرو استعمال:

ویل کېږي چې ګازره د ځیګر لپاره که په هر ډول وي ګټوره تمامېږي، خو که چېرته د پالکو جوس او لږه اندازه اوبه ورګډ شي، نو ځیګر ښه والی مومي او د وینې د جوړېدو عمل تېزېږي. دغه راز د ګازرو معدني توکي او انټي اکساید د ځیګر د ناروغیو لپاره ګټور وي.

سابه:

ګازرې، بند ګلپي، ګلپي، بادرنګ، کریلې، کدو، چغندر او پالک هغه سابه دي چې د ځیګر لپاره ګټور وي او په ذکر شوو خوړو کې د فایبرو شتون د ځیګر د پاکولو سبب کېږي.

شین چای:

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته د کافینو او د شېدو د چای پرځای ساده شین چای استعمال شي، نو د ځیګر په ګډون ټول بدن ته ګټور تمامېږي.

د ادرکو چای:

ویل کېږي چې ادرک د ځیګر په روغتیا کې مهم رول لوبوي او د ادرکو چای یې د ځیګر د آرام سبب کېږي.

د ستریس مېوې:

ویل کېږي چې د ویټامین لرونکو ستریسو استعمال د ځیګر د پاکولو لپاره ترټولو غوره مېوې او د انټي اکسایدو شتون یې ځیګر له ناروغیو څخه ژغوري.

د چغندرو استعمال:

که څه هم چغندر یو له هغه سبزیحاتو څخه دي چې ډېر خلک یې نه خوښوي، خو د چغندرو استعمال د وینې په اکسیجن کې ډېروالی راولي او د انزایمونه فعالیتونه ښه کوي.

فایبر لرونکي خوراکي توکي:

ویل کېږي هغه خوراکي توکي چې په جوړښت کې یې ډېر فایبر شتون لري، د ځیګر په پاکولو د اصافي موادو په ایستلو کې مهم رول لوبوي او مجموعي روغتیا یې ښه کوي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …