کورپاڼه / روغتيا / د ځمکي توتانو (توت زمیني) حیرانوونکې روغتیایې ګټې
سټرابري

د ځمکي توتانو (توت زمیني) حیرانوونکې روغتیایې ګټې

په ټوله نړۍ کې د زړه د ناروغیو په سبب د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کېږي. د روغتیایي کارپوهانو د وینا له مخې ویل کېږي، چې ډېری کسان د ژوند د غلط طرز له امله د ذکر شوې ناروغۍ ښکار ګرځي. یعنې په هر یو کار کې لټي، بازاري خواړه او د ورزش یا قدم وهنې پرېښودل د زړه د ناروغیو له سببونو څخه شمېرل کېږي. خو د الله تعالی د نعمتونو یعنې په مېوو کې بیا ځینې داسې مېوې هم شته، چې د زړه له ناروغیو مو ژغورلی شي یا یې هم خطر کمولی شي.

ځمکي توتان یا توت زمیني یوه داسې مېوه ده چې د زړه د ناروغیو لپاره مرستندویه تمامېږي. د خوراکي توکو کارپوهان وایي، چې په ذکر شوې مېوه کې د ایلجیک اسید او فلیونوایډ د داسې انټي اکسایدو اغېزې لري، چې د زړه لپاره ډېر مفید تمامېږي او د هغه خرابو کلیسټرول مخنیوی کوي، چې د وینې شیریانونو ته زیان اړوي.

د یوې روغتیایي څېړنې له مخې هم ثابته شوې، چې ځمکي توتان یا توت زمیني د زړه او شکر د ناروغیو مخنیوی کوي. څېړونکي وایې، ددې لپاره چې د زړه له ناروغیو وژغورل شو، باید د ځمکي توتانو یا د توت زمیني استعمال ډېر کړو.

دغه راز له دې پرته هم له ډېرو څېړنو د ذکر شوې مېوې د ګټو په اړه څرګندنې شوي او روغتیایي پوهان یې هم په جوړښت کې د پوتاشیمو او منرالونو شتون د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره ګټور بولي. بله خوا ویل کېږي چې ځمکي توتان یا توت زمیني د ویټامین سي یوه غوره سرچینه ده، چې بیا همدغه ویټامین دفاعي سیستم ته قوت ورکوي او د مختلفو ناروغیو د مخنیوي سبب ګرځي. یاده دې وي چې د انسان بدن ویټامین سي نه شي ذخیره کولی، نو د همدې لپاره روغتیایي کارپوهان د ځمکي توتانو یا د توت زمیني د ډېر استعمال لارښوونه کوي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …