کورپاڼه / د لوبو راپورونه / رحمت شاه او حشمت الله شهيدي په دويمه لوبه کې افغانستان بريالى کړ
حشمت الله شهيدي او رحمت شاه

رحمت شاه او حشمت الله شهيدي په دويمه لوبه کې افغانستان بريالى کړ

د رحمت شاه او حشمت الله شهيدي اوږدې ملګرتيا افغانستان ته بريا ورپه برخه کړه او په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې هم ايرلېنډ ته ماتې ورکړه، چې په دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

په دې لوبه کې چې د ابوظهبي په زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، ايرلېنډ پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ايرلېنډ په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٥٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې پال سټرلينګ ١٢٨، کرټس کمپر ٤٧ او هېري ټکټور ٢٤ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري نوين الحق ٤، مجيب الرحمان ٣، ګلبدين نايب او راشد خان ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٦٠ منډو هدف افغانستان په ٤٥.٢ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دويمه لوبه کې يې د ٧ ويکټو په توپير بريا خپله کړه. د افغانستان لپاره رحمت شاه ١٠٣ ناسوځېدلې، حشمت الله شهيدي ٨٢، رحمان الله ګربز ٣١ او اصغر افغان ٢١ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ايرلېنډ له لوري سيمي سينګ، بېري مک کارتي او کرټس کمپر ١-١ ويکټ واخيستې.

رحمت شاه ته د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.

افغانستان د ٢ لوبو په ګټلو سره ٢ نومرې ترلاسه کړې او تر څنګ يې د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ کې هم ٢-٠ سره بريا خپله کړه. د يادې لړۍ وروستۍ لوبه به د جنورۍ په ٢٦مه نېټه په ابوظهبي کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ او حشمت شهیدې هم نورعلي ځدراڼ ته د صبر جمیل غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت شهیدي او …