کورپاڼه / کرکټ / اصغر افغان د يو بل ځوان لوبغاړي کرير هم ورتباه کوي؟
اصغر افغان او عظمت الله عمرزى

اصغر افغان د يو بل ځوان لوبغاړي کرير هم ورتباه کوي؟

د افغانستان ملي لوبډله کې ډېرى مهال له ځوانو لوبغاړو سره داسې شوي دي، چې په يوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شي او ښه ونه ځلېږي، نو له هغه وروسته بيا په ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس نه ورکول کېږي.

داسې ډېرې بېلګې موږ وليدلې، په داسې حال کې چې يو ځوان لوبغاړى کله ملي لوبډلې ته راوستل کېږي، نو بايد پرلپسې لوبې ورکړل شي، تر څو په نړيوالو لوبو کې نوموړى لوبغاړى خپل استعداد ښکاره کړي.

که چېرته همداسې کار له ويراټ کوهلي سره هم شوى واى، چې په لومړيو څو لوبېدو کې د نه ځلېدو له امله له لوبډلې ليرې شوى واى، نو نن به ويراټ کوهلي د نړۍ يو مخکښ توپوهونکى او لوبډلمشر نه واى.

تازه له عظمت الله عمرزي سره ورته پېښه وشوه، چې د ايرلېنډ پر وړاندې يې خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه، خو د ښه نه ځلېدو له امله په دويمه لوبه کې وانخيستل شو.

په داسې حال کې چې افغانستان په لوبه کې بريا خپله کړه، بيا هم په لوبډله کې بدلون راوستل شو، بلخوا ايرلېنډ په لوبه کې ماتې خوړلې وه، خو په خپله لوبډله کې يې بدلون رانه وست.

عظمت الله عمرزى د حشمت الله شهيدي لپاره له لوبې کېنول شو، په داسې حال کې چې ګلبدين نايب بيا په لوبه کې لوبېږي، د حشمت الله شهيدي لپاره بايد عظمت الله عمرزى نه، بلکې ګلبدين نايب کېنول شوى واى او عظمت الله عمرزي ته د لوبېدو چانس ورکړل شوى واى.

په يوه لوبه کې د يوه ځوان لوبغاړي کيرير معلومول، دا نه يوازې له ځوان لوبغاړي سره ظلم دى، بلکې د ملي لوبډلې سره هم زياتى دى.

په دې هيله چې د افغانستان د ځينو نورو ځوانو لوبغاړو په برخليک عظمت الله عمرزى هم اخته نه شي او اصغر افغان ورته په راتلونکې يا دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيل سټين

د ډيل سټين په اړه د کمنټيټر شخصي تبصرې نوموړى غصه کړى

د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى ډيل سټين چې د پاکستان سوپر …