کورپاڼه / بېلا بېل / د کوچنيو کبانو په څېره جوړ شوي خواړه څه راز لري؟
اشک

د کوچنيو کبانو په څېره جوړ شوي خواړه څه راز لري؟

په نړۍ کې هر هېواد د خپلو ځانګړو خواړو له امله پېژندل کېږي، لکه په افغانستان کې قابلي پلاو، منتو، سېخ کباب او داسې نور ډېر خواړه دي، چې ډېر مشهور دي، خو نن درته د يو ډول ځانګړو خواړو په اړه معلومات درکوو.

اشک يا په انګليسي کې Dumplings په هر سايز او شکل جوړېږي، خو تاسې کله داسې ليدلي دي، چې بېخي د ماهيانو په څېر جوړ شوي وي؟

تازه په تايوان کې جوړ شوي دا اشک په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي، دا نه يوازې ښکاري ډېر ښکلي، بلکې خوند يې هم ډېر په زړه پورې دى.

د ماهيانو په څېر ښکاره کېدونکو دې اشک کې قيمه، جينګا، اوږه او نور شيان اچول شوي دي او بيا په دې بڼه جوړ شوي دي، چې د ښکلو کوچنيو کبانو په څېر ښکاره کېږي.

دې اشک ته د ماهيانو څېرې ورکولو لپاره په اوړو کې نارنجي رنګ هم کارول شوى دى.

په تايوان کې دا په زړه پورې او ښکلي اشک د (منمن چينګ) له لوري جوړ شوي دي، چې د هغوى په فېسبوکپاڼه د دې اشک په پوسټ تراوسه پورې له ٤٠ زرو څخه زياتو کسانو تبصرې کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

څېړنه: په غېږ کې نېول مو له ناروغیو ساتي او اوږد ژوند در په برخه کوي

د کورونا له ویروس څخه وېره په دومره اندازه کې ده، چې د یوې وروستۍ …