کورپاڼه / خبرونه / پاکستان کرکټ بورډ د عمومي رييس د ٦ مياشتو مصارف شريک کړل
احسان ماني

پاکستان کرکټ بورډ د عمومي رييس د ٦ مياشتو مصارف شريک کړل

د پاکستان کرکټ بورډ د عمومي رييس احسان ماني د لومړيو ٦ مياشتو مصارف له خلکو سره شريک کړي دي، چې څومره پېسې په هغه باندې مصرف شوي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، پي سي بي د عمومي رييس احسان ماني د لومړيو ٦ مياشتو مصارف په خپله وېبپاڼه کې خپاره کړي دي، چې په وېنا يې نوموړي په ٦ مياشتو کې ٥.٧ ميليونه، ٦ زره او ١٧١ کلدارې مصرف کړي دي.

د اسنادو له مخې، احسان ماني په يوه مياشت کې په اوسط ډول ٩٥١ زره روپۍ مصرف کړي دي، چې په دې کې د هغه په کور يا چېرته چې اوسېږي ٢.٢ ميليونه او ٢ زره روپۍ مصرف شوي دي او د موټر او ډرايور په برخه کې يې ٥٢٩ زره روپۍ مصرف شوي دي.

د احسان ماني د درملنې لپاره ٨١ زره ٨٠٠ روپۍ مصرف شوي دي او بهرنيو هېوادونو ته د هغه په سفر باندې ١ ميليون، ١٨٥ زره او ٦٠٠ روپۍ مصرف شوي دي.

له دې پرته په پاکستان کې دننه په سفرونو باندې احسان ماني ٩٦٧ زره روپۍ مصرف کړي دي، همدا راز د ګاردانو او نورو کارمندانو په برخه کې ورته ٣٤٩ زره روپۍ ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ نه يوازې دا چې د لوبغاړو او کارمندانو مصارف له رسنيو سره نه شريکوي، بلکې نور ډېر معلومات هم له رسنيو څخه پټ ساتي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …