کورپاڼه / خپلواک / شاه رخ خان: نړۍ بايد د ګاندهي له فکره خبره کړو
عامر خان، نريندرا مودي او شاه رخ خان

شاه رخ خان: نړۍ بايد د ګاندهي له فکره خبره کړو

خپلواک وېبپاڼه (۲۰ اکتوبر ۲۰۱۹): د هندي سينما نامتو ستوري شاه رخ خان د هند د ازادۍ اتل او د عدم تشدد سرلاري مهاتما ګاندي د ۱۵۰ زيږکليزې پر مهال په يوه غونډه کې ويلي دي، چې موږ ته پکار دي چې يو ځل بيا هند او نړۍ د ګاندهي له فکر او نظر خبره وکړو او د هغه کارنامې او لاره ټولو خلکو ته روښانه کړو.

په هند کې د دغه هېواد د ازادۍ اتل، د عدم تشدد سرلاري او د کانګريس مشر مهاتما ګاندهي د زيږ ۱۵۰ کليزه ولمانځل شوه. په دغه غونډه کې د هند لومړي وزير نريندرا مودي يو شمېر هندي فلمي ستوري هم بللي و، چې شاه رخ خان، عامر خان، راج کمار هېراني، انند ایل رای، کنګنا رناوت، ايکتا کپور، سونم کپور، جېکي شروف او نورو پکې ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې نامتو فلمي ستوري عامر خان په خپلو خبرو کې وويل، چې زه د لومړي وزير نه مننه کوم چې د ګاندهي خوابونه يې حقيقت ته ورسول. هغه زياته کړه، د يوه هنرمند په حېث زه له لومړي وزير سره ژمنه کوم، چې موږ به په دې برخه کې لا نور ډېر کار هم وکړو.

شاه رخ خان بيا غونډې ته وويل، چې د يوه ښه کار لپاره او زموږ ټولو د يو ځای کولو لپاره زه د لومړي وزير نريندرا مودي مننه کوم. هغه زیاتوي، زه فکر کوم موږ ته پکار دي چې هند او نړۍ يو ځل بيا د ګاندهي له فکر و نظر خبره وکړو او د هغوی کارنامې او لاره خلکو ته روښانه کړو.نريندرا مودي او فلمي ستوري

دغه هنرمندانو همدا راز دا هم وويل، چې نريندرا مودي د فلمي نړۍ خلک دغه غونډې ته راوغوښتل او د دوی په اوږو يې دا ذمه واري هم واچوله، تر څو د ګاندهي د فکر لپاره په سينما کې هم کار وکړي.

همدا راز د هند لومړي وزير له دغه هنرمندانو غوښتنه وکړه، چې د ګاندهي ميوزيم ته دې هم يو ځل لاړ شي، تر څو د هغوی له ټول تاریخ په بشپړه توګه خبر شي او د ګاندهي د فکر لپاره کار وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …