کورپاڼه / خبرونه / رحمت شاه پنځمه سليزه ووهله
رحمت شاه

رحمت شاه پنځمه سليزه ووهله

د افغانستان تجربه کاره توپوهونکي رحمت شاه په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې خپله پنځمه سليزه ووهله.

نوموړي د ايرلېنډ پر وړاندې په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې په ١٠٣ توپونو يې ١٠٠ منډې پوره کړې.

دا په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د هغه پنځمه سليزه ده، چې د ايرلېنډ پر وړاندې يې بيا دويمه سليزه ووهله. رحشمت شاه په دې توپوهنه کې ٢ شپږيزې او ١٠ څلوريزې هم ووهلې.

رحمت شاه د افغانستان هغه توپوهونکى دى، چې په ټېسټ لوبو کې يې هم سليزه وهلې ده، تراوسه پورې له رحمت شاه پرته بل کوم توپوهونکي په ټېسټ لوبو کې سليزه نه ده وهلې.

همدا راز په نننۍ لوبه کې رحمت شاه له حشمت الله شهيدي سره د افغانستان لپاره دويمه اوږده ملګرتيا هم ترسره کړه، دواړو د ١٧٤ منډو ملګرتيا وکړه.

د يادولو وړ ده چې د ايرلېنډ پر وړاندې په تېره لوبه (لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه) کې ځوان او چټک توپوهونکي رحمان الله ګربز هم سليزه وهلې وه، دا د هغه لومړنۍ لوبه وه چې په خپله لومړنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله او دويمې زياتې منډې يې جوړې کړې.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …