کورپاڼه / خبرونه / رحمت شاه د سليزې او غوره لوبغاړي جايزې تر اخيستو وروسته څه وويل؟
رحمت شاه ١

رحمت شاه د سليزې او غوره لوبغاړي جايزې تر اخيستو وروسته څه وويل؟

د افغانستان تجربه کاره لوبغاړي رحمت شاه نن په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ايرلېنډ پر وړاندې ښه توپوهنه ترسره کړه او سليزه يې ووهله.

دا په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د رحمت شاه پنځمه سليزه وه او د ايرلېنډ پر وړاندې يې دويمه سليزه وه. نوموړي په ١٠٩ توپونو ١٠٣ ناسوځېدلې منډې وکړې او افغانستان ته يې بريا ورپه برخه کړه.

نوموړي د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه او د جايزې تر ترلاسه کولو وروسته يې وويل، چې د لوبډلمشر او روزونکي له لوري ورته ويل شوي و، چې خپله طبيعي لوبه دې وکړي او کوم پلان چې ورته هغوى ورکړى و، هغه يې مخکې يوړ. هغه زياته کړه، چې پچ د توپوهنې لپاره ډېر ښه و، توپ ډېر ښه بېټ ته راتللو او هغه وتوانېده چې سليزه ووهي.

رحمت شاه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هره لوبډله غواړي چې نړيوال جام ته لار پېدا کړي، موږ هم هڅه کوو چې خپلو پاتې لوبو کې بريا خپله کړو او نړيوال جام ته لار پېدا کړو.

د يادولو وړ ده چې په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان د ٧ ويکټو په توپير ايرلېنډ ت ماتې ورکړه، چې د دې تر څنګ يې د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم په ٢-٠ سره وګټله.

دا د اى سي سي سوپر ليګ لوبې دي، چې ٧ غوره لوبډلې به پکې نړيوال جام ته لار پېدا کوي او افغانستان د ٢ لوبو ګټلو وروسته ٢٠ نومرې ترلاسه کړې.

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ به دريمه يا وروستۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د جنورۍ په ٢٦مه نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …