کورپاڼه / بېلا بېل / د روغتیا نړیوالې ادارې د مدینې منورې ښار د نړۍ روغتیایي ښار وګاڼه

د روغتیا نړیوالې ادارې د مدینې منورې ښار د نړۍ روغتیایي ښار وګاڼه

د سعودي عربستان دویم سپېڅلی یا مقدس ښار مدینه منوره د روغتیا د نړیوالې ادارې لخوا د لوی عزت وړ وګرځېدله. د نړېوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د روغتیا د نړېوالې ادارې مدینه منوره د انساني روغتیا لپاره د نړۍ له پاکو او غوره ښارونو څخه وګڼله.

ویل کېږي د حضرت محمد صلی الله ښار د روغتیا د نړېوالې ادارې د یوې نوې درجه بندې له مخې، چې اوسمهال یې خپره کړې، دغه مقام خپل کړی. راپورونه وايي چې د روغتیا د نړېوالې ادارې یوې ډلې وروسته له هغې چې د مدینې منورې ښار ته یې سفر کړی و او د تفصیلي کتنې وروسته یې د نړۍ روغتیایې ښار اعلان کړی دی.

د روغتیا نړېوالې ادارې کار کوونکو ویلي، چې دغه ښار یې د دوی په روغتیایي اصولو برابر ختلی او د شلو لکو وګړو په درلودلو د نړۍ لومړنی ښار ګڼل کېږي، چې د نړېوالې ادارې د خپلو روغتیایې ښارونو په لړ کې یې شامل کړی. ویل کېږي چې د ذکر شوې ادارې له اړه د روغتیایې ښارونو د معلومولو لپاره د ۲۱ حکومتي، ټولنیزو او د رضاکارو ادارو نماینده ګان ټاکل شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

مرګ ته نږدې اشخاص څه ډول احساسات تجربه کوي؟

د ساینسپوهانو لخوا په دوامداره توګه ددې هڅه کېږي، ترڅو دوی پوه شي چې مرګ …