کورپاڼه / روغتيا / د بوټانو یوه هغه ځانګړنه چې د پښو اړوند روغتیایي ستونزې رامنځته کوي

د بوټانو یوه هغه ځانګړنه چې د پښو اړوند روغتیایي ستونزې رامنځته کوي

ډېر به مو لېدلي یا تجربه کړي، چې د زیاتو بوټانو مخکینۍ برخه پورته خوا تاوه شوي وي، چې دې برخې ته یې toe spring ویل کېږي او د قدم د اخیستلو لپاره ډېر آراموونکې وي او آسانتیا رامنځته کوي، خو د پښو د کمزورۍ سبب کېدلی شي.

ویل کېږي چې دغه پایلې د هارورډ پوهنتون د ژوندي موجوداتو ارتقایي کارپوه ډینیل اي او د پخوانی فارغه شوي زده کوونکي اولیور بي هینسن او دوو مخکینو مشرانو څېړونکو فریډي سیټنګ او نکولس بي هولوکا موندلې او په بوټانو کې یې د ګوتو لپاره د موجود سپرنګس مطالعه کړې او په بایو میکانیکونو د اغېزو په اړه څېړنې کړي دي.

د ساینسپوهانو د وینا له مخې ویل کېږي، څومره چې د بوټانو مخکینۍ برخه پورته وي، په هماغه اندازه ورسره د پښو طاقت یا انرژي کمېږي، ځکه چې د بوټونو سطحه د ځمکې د سطحې په څېر همواره نه وي، چې ددې مطلب دادی چې د پښو عضلې کم فعالیت ترسره کوي.

څېړونکي وایي که په دې امکاني کمزورۍ سره ددې ډول بوټونو په پښو کوونکي کسان د plantar fasciitis په څېر له روغتیایي ستونزو سره مخ کوي، چې یوه عامه ستونزه ده خو درملنه یې بیا ستونزمنه تمامېږي او د پښو په ګوتو او د پوندو د هډوکو د بندونو نسجونه له ډېر سخت او ځورونکي سوخت سره مخامخ کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …