کورپاڼه / هنر او کلتور / مشهورې سندرغاړې صوفیه کېف خپله کلیزه ولمانځله

مشهورې سندرغاړې صوفیه کېف خپله کلیزه ولمانځله

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې صوفیه کېف چې د پاکستان په اسلام اباد ښار کې ژوند کوي، پرون خپله ۲۶مه کلیزه ولمانځله.

نوموړې چې د پښتو موسیقۍ مېدان له راتګ سره سم يې ډېر مینه وال پېدا کړل، ځینې سندرې يې ډېرې مشهورې شوې. هغه د سندرو تر څنګ موډلنګ هم کوي.

د صوفیه کېف وروستۍ سندره د نوي کال په شپه خپره شوې وه، چې پخوانۍ سندره “لاړ شه پېښور ته” يې یو ځل بیا په خپل غږ کې ویلې وه.

صوفیه کېف د خپلې کلیزې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي، خو د کلیزې پر مهال یې یوازې یو کس ورسره دی او نور څوک ورسره نه لیدل کېږي.

صوفیه کېف چې پرون يې په اسلام اباد کې خپله کلیزه لمانځلې ده، دا يې نه دي لیکلي چې څو کلنه شوه، خو د ویکیپیډیا د معلوماتو له مخې، نوموړې په ۱۹۹۵ کال کې د جنورۍ په ۲۳مه په اسلام اباد کې زېږېدلې ده.

صوفیه کېف چې پرون يې د خپلې کلیزې عکسونه په فېسبوک کې خپاره کړي دي، تر پنځه زرو زیاتو کسانو خوښ کړي او سلګونه کسانو د کلیزې مبارکي هم ورکړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

صوفيه کېف

صوفيه کېف: سپى انسان ته بې شرطه مينه ورزده کوي

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې او موډله صوفيه کېف چې د پاکستان په اسلام اباد …