کورپاڼه / خپلواک / ایکتا کپور: یو څوک شته چې زموږ صنعت تر موږ ښه پېژني

ایکتا کپور: یو څوک شته چې زموږ صنعت تر موږ ښه پېژني

 

خپلواک وېبپاڼه(۲۰اکتور ۲۰۱۹): د هند سینما فلم جوړوونکې ایکتا کاپور له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په یوه غونډه کې وايي، په لومړي ځل ما احساس کړه چې یو څوک زموږ صنعت تر موږ ښه پېژني او زموږ ځواک یې درک کړی دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تېره ورځ د دغه هېواد د آزادۍ اتل او د عدم تشدد د سرلاري مهاتما ګاندي د ۱۵۰ زیږکلیزي په مناسبت غونډه جوړه کړې وه، چې یو شمېر هندي فلمي ستورو شاه رخ خان، عامرخان، راج کمار هیراني، انند ایل رای، کنګنا رناوت، جیکي شروف او فلم جوړوونکې ایکتا کپور او نورو هم ګډون پکې کړی و.

د غونډې په يوه څنډه کې د لومړي وزیر دفتر په خپله رسمي ټويټر پاڼه د هند سینما فلم جوړوونکې ایکتا کپور د خبرو وېډیو خپره کړې چې مودي ته په اشارې وايي: «د لومړي ځل لپاره ما احساس کړه، چې یو څوک شته چې زموږ صنعت تر موږ هم ښه پېژني او زموږ په ځواک پوهېږي او موږ هڅوي چې د خپلې ټولنې لپاره لا کوټکلي ګامونه اوچت کړو.»

همدارنګه ایکتاکپور وايي، چې لومړي وزیر نریندرا مودي موږ وهڅولو چې د خپلې ټولنې لپاره یو کار ترسره کړو او ټولنه مثبت لوري ته بوځو.

دغه راز ایکتا کپور له نریندرا مودي مننه وکړه، چې موږ یې سره راټول کړو، ویې هڅولو او د ټولنې د پرمختګ روحیه یې راکړه.

همدارنګه د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د غونډې په جریان کې د خلاقیت پرځواک ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «د خلاقیت ځواک خورا لوی دی او زموږ د ملت لپاره د خلاقیت د روحیې پياوړي کول اړین دي.»

ښاغلي مودي وویل: «هغه څوک چې د فلمونو او تلویزونونو له لارې د مهاتما ګاندي فکر او ایدیالوژي خپروي، دا یو ډېر لوی کار دی او دا به زموږ په ټولنه کې پرخلکو لوی مثبت اغېز وکړي.»

نوموړي له فلمي ستورو غوښتنه وکړه، څو د ګاندي فکر لپاره سینماګانو کې هم کار وکړي.

په غونډه کې نامتو فلمي ستوري عامرخان هم خبرې وکړې او ویې ویل: «زه له لومړي وزیر مننه کوم چې د ګاندي خوبونه ريښتیا کوي.»

شاه رخ خان هم چې په غونډه کې یې ګدون درلود وویل، موږ به یوځل بیا د ګاندي فکر او نظر په هند او نړۍ کې خپروو او د هغه کارنامې په خلکو ته روښانه کوو.

 

 

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …