کورپاڼه / ليکنې / له واده وروسته مو په ژوند کې کوم بدلون راځي؟

له واده وروسته مو په ژوند کې کوم بدلون راځي؟

له واده وروسته داسې ښکاري چې په ژوند د آرام پرځای ذهني فشار ډېر شوی او د خپلو مسولیتونو احساس مو له ستونزو سره مخ کوي. خو حقیقت خبره دا ده چې واده کړي خلک د ناواده کړو په پرتله ډېر کم د ذهني فشار لاندې راځي. د ساینسپوهانو د وینا له مخې ویل کېږي، چې په واده کړو خلکو کې هغه هورمون چې د ذهني فشار سبب کېږي، له کمښت سره مخ کېږي.

باوري خبره ده چې له واده وروسته د ښځې او خاوند ترمنځ جنګ، جګړې او نورې ستونزې رامنځته کېږي او بیا چې دا احساس هم وکړي، چې دوی لا نور څومره وخت یوځای تېروي، نو ذهني فشار یې ډېرېږي او دا دعوه بیا درته عجیبه غوندې ښکاري چې له واده وروسته د ذهني فشار سطحه کمېږي. خو له دې هم انکار نه شي کېدلی چې له واده وروسته واده کړی شخص له ډېرو ښو یادونو او تجربو سره مخ کېږي.

ویل کېږي چې د امریکا د پټسرګ پوهنتون د څېړنې له مخې چې واده کړي، مجردان او طلاق شوي کسان یې په ډلو ویشلي ول او دا یې معلومول غوښتل چې کوم کسان ډېر په ذهني فشار اخته دي، نو معلومه شوه چې د واده کړو کسانو د ذهني فشار رامنځته کوونکي هورمون کچه ټیټه وه.

یعنې له واده وروسته که خلک هر څومره د ژوند په اړه بد تصویر ولري، خو په حقیقت د دوی د مجردو خلکو په پرتله ډېر کم له ذهني فشار سره مخ کېږي. څېړونکي وایي دوی دا هم وموندله چې په طلاق شوو کسانو کې بیا د ذکر شوي هورمون کچه ډېره وه. دوی زیاتوي چې ضرور نه ده چې دغه څېړنه دې په ټولو واده شوو اطلاق وکړي، خو هغه واده کړي کسان چې پخپلو کې ښه اړیکې ولري، ذهني فشار یې ورځ په ورځ له کمښت سره مخ کېږي.

یاده دې وي چې د ذهني فشار په پایله کې د زړه او سرطان په ګډون د ډېرو نورو ناروغیو خطر ډېرېږي.

دا هم ولولئ

ښځه او سړى

په لومړي نظر نارینه په ښځو کې څه ویني؟

ارواپوهنه د انساني تجربو په مطالعه او د انساني دماغو د مختلفو احساساتو، جذباتو او …