کورپاڼه / روغتيا / آیا د شاتو په ګبینو کې موجود ویټامین ګټور وي؟

آیا د شاتو په ګبینو کې موجود ویټامین ګټور وي؟

د شاتو له ګټو او خوند څخه خو تقریباً ټول خلک خبر دي، خو ډېر لږ به بیا په دې پوهېږي، چې د شاتو ګبین هم له ډېرو ګټو څخه برخمن دي. د شاتو مچۍ پخپل تیار شوي ګبین شات جوړوي او ساتنه یې کوي. د شاتو ګبین په لومړیو کې خام وي چې بیا یې په خانو کې بېلابېل شات تیارېږي.

د شاتو د ګبینو غذایي اهمیت:

د شاتو په ګبینو کې انټي اکساید، کاربوهایډریټ، بوره او نور په زیاته اندازه شتون لري. دغه راز په ډېره اندازه معدني مواد او ویټامینونه هم لري.

د شاتو د ګبینو ګټې:

د زړه لپاره: د شاتو په ګبینو کې داسې مواد شتون لري، چې په بدن کې د زیانمنو کلیسټرول سطحه کموي او د زړه لپاره ګټور تمامېږي

د ځیګر لپاره: د شاتو په ګبینو کې موجود انټي اکساید د ځیګر لپاره ګټور وي. که چېرته په منظم ډول سره استعمال شي، نو د مختلفو ناروغیو مخنیوی یې کولی شي.

د ماشومانو د ټوخي لپاره: ویل کېږي چې په ماشومانو کې د ټوخي ستونزه بیا نورې ستونزې هم رامنځته کوي او د شاتو ګبین چې د ویټامین سي درلودونکي وي ورته ګټور تمامېږي.

د پوستکي لپاره: د شاتو ګبین له پیړیو څخه د پوستکي د ستونزو د حل لپاره استعمالېږي او په جوړښت کې یې د ویټامین ای شتون د پوستکي ګونځي له منځه وړي. دغه راز د پوستکي د نمجن کېدو لپاره هم ګټور تمامېږي.

د بورې بدیل: هغه کسان چې د شکر ناروغي لري او غواړي چې د بورې بدیل پیدا کړي، نو د شاتو استعمال ورته ګټور ګڼل کېږي.

اغېزمنه درملنه:

ویل کېږي چې د شاتو ګبین د مختلفو ناروغیو د درملنې لپاره اغېزمنه درملنه ده، په ځانګړي ډول د خارښت، د پوستکي د داغونو او دانو په وړاندې ګټور وي او د حساسیت په سبب د رامنځته شوو زخمونو درملنه کوي. دغه راز د مختلفو میکروبونو او دردونو مخنیوی کوي.

د ګبینو په استعمال کې له احتیاط څخه کار واخلئ:

لکه څنګه چې د شاتو ګبین د مختلفو ناروغیو په وړاندې اغېزمن تمامېږي، خو د کارپوهانو لخوا ډېر ټینګار په دې کېږي چې امیندوارې میرمنې دې د شاتو ګبین نه استعمالوي او هغه ماشومان چې له یو کال څخه کم عمر لري، هم دې د شاتو ګبین نه کاروي. دغه راز د ګبینو ډېر استعمال د کولمو ستونزې رامنځته کوي او په مناسبه توګه دې وکارول شي.

Loading...

دا هم ولولئ

آیا په التراساونډ سره د چاغښت ستونزه حل مومي؟

امریکایي ساینسپوهانو د موږکانو پر ځیګر د التراساونډ څپې تېرې کړي او د چاغښت په …