کورپاڼه / روغتيا / د انټي بیوټیکو استعمال د ماشومانو لپاره خطرناک وي

د انټي بیوټیکو استعمال د ماشومانو لپاره خطرناک وي

د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوې څېړنې له مخې روغتیایي کارپوهانو موندلې، چې له دوو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د انټي بیوټیکو استعمال زیانمن تمامېږي. د نړېوال خبري اژانس د ادارې د راپور له مخې ویل کېږي چې نن سبا د کوچنیو ماشومانو د ناروغۍ په صورت کې ورته د انټي بیوټیکو د استعمال لارښوونه کېږي، خو اوسمهال د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې له دوو کلونو څخه په کم عمره ماشومانو کې د انټي بیوټیکو استعمال خطرناک وي.

څېړنې وایي که چېرته له دوو کلونو څخه کم عمره ماشومان انټي بیوټیک استعمال کړي، ساه لنډي، د پوستکي بخار، د تنفسي سیستم حساسیت، چاغښت او د تمرکز د ستونزو خطر ډېروي.

ویل کېږي چې ذکر شوې څېړنه د امریکا د مایو روغتون او د ریوټیګرز د پوهنتون لخوا ترسره شوې او د ذکر شوي پوهنتون په روغتیایي ژورنال کې خپره شوې. راپورونه وایي چې په څېړنه کې یې له څوارلس زرو ډېر هغه ماشومان شامل کړي ول، چې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۱ کاله پورې پیدا شوي ول او ۷۰ سلنه هغه ماشومان هم پکې شامل ول، چې د یوه کلنۍ یا دوه کلنۍ په عمر کې د انټي بیوټیک درمل کارولي ول او په نتیجه کې د سېنې او غوږ سوخت رامنځته شوی و.

څېړونکي وایې چې د ډېرو انټي بیوټیکو استعمال د درملو په وړاندې مقابله کوونکي بکټریا ډېره کړې وه او په ماشومانو کې یې د ناروغیو د رامنځته کولو خطر ډېر کړی و. دوی وایې چې له حده د ډېرو انټي بیوټیکو استعمال په ګټورو بکټریاوو اغېزې پرېباسي.

په ذکر شوې څېړنه کې دا هم موندل شوي، چې د ډېرو انټۍ بیوټیکو استعمال په ماشومانو کې د میتابولیزم اړوند ستونزې، د دفاعي سیستم ستونزې او ذهني مسایل رامنځته کوي، نو پکار ده چې ماشومانو ته د ډېرو انټي بیوټیکو د ورکولو څخه ډډه وکړو.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …