کورپاڼه / روغتيا / له خوب څخه د پورته کېدو پرمهال د خوب د هېرېدو سبب څه وي؟

له خوب څخه د پورته کېدو پرمهال د خوب د هېرېدو سبب څه وي؟

د اسټرالیا روغتیایي کارپوهانو له خوب څخه د راپورته کېدو پر وخت د خوب د هېرېدلو سبب موندلی دی. د اسټرالیا د پوهنتون روغتیایي کارپوهانو له خوب څخه د راپورته کېدو پر وخت د خوب د هېرېدلو د علت د معلومولو لپاره څېړنې ترسره کړي، چې له مخې یې ویل کېږي، کله چې انسان له خوب څخه راپورته کېږي، پنځه دقیقې وروسته د خوب ډېره برخه هېروي.

موږ ولې خوب وینو؟

کله چې انسان وېده شي او د خوب ژورو ته ور داخل شي، نو مخ ته یې لکه د یو فلم په څېر بېلابېلې منظرې تاوېږي راتاوېږي، چې بیا همدې منظرو لېدو ته خوب ویل کېږي. دغه راز ویل کېږي چې په ځینو وختونو کې انسان ته خوب په یاد پاتې کېږي، خو د حیرانۍ خبره داده چې ډېری خلک د را ویښېدو سره د خوب ډېره برخه هېروي.

د خوب د هېرېدو سبب څه دی؟

د اسټرالیا د یو اخبار د راپور له مخې روغتیایې کارپوهان وایي، چې د انسان د مازغو ډېرې برخې هغه مهال چې موږ وېده یو، ویخې پاتېږي. څېړونکې وایې چې د انسان د مازغو یوه برخه د محدودې حافظې یا یادونو او بله یې بیا د نا محدودې حافظې یا یادونو ته ځانګړې شوې. همدغه راز د محدود څخه تر نامحدودې حافظې پورې د معلوماتو د لېږدونې لپاره یوه بله برخه وي، چې د ټولو برخو څخه وروسته وېده او له ټولو مخکې بیدارېږي.

راپور زیاتوي کله چې یو انسان خوب ویني، نو محدودې حافظې ته یې ځي او کله چې یې نامحدوې حافظې ته لېږدوو، نو دریمه برخه چې معلومات نامحدوې حافظې ته لېږدوي، ویده کېږي، چې بیا د خوب هېرېدو سبب کېږي. دغه راز هغه کسان چې خپل ټول خوب ورته یاد وي، د مازغو هغه برخه یې چې د معلومات د انتقال دنده په غاړه لري، په ناڅاپي ډول بیدارېږي او ټول معلومات نامحدودې حافظې ته لېږدوي. ویل کېږي چې د معلومات د لېږدونې پروسه د شپې په اخري برخه کې ترسره کېږي او یو انسان د شپې د خوب پرمهال له څلورو څخه تر اوو پورې خوبونه لېدلی شي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …