کورپاڼه / روغتيا / د شړشمو تخم (دانې) د روغتیا لپاره حیرانوونکې ګټې لري

د شړشمو تخم (دانې) د روغتیا لپاره حیرانوونکې ګټې لري

ویل کېږي چې د شړشمو تخم د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي او د ګلوکوسینولیټ شتون یې د ځانګړي خوند سبب کېږي. دغه راز له ډېرو روغتیایې څېړنو څخه ثابته شوې چې د شړشمو په تخم کې موجود مرکبونه د انسان بدن په ځانګړي ډول لویي کولمې له سرطاني حجرو څخه ژغوري.

د شړشمو تخم چې د اومیګا تري فیټي اسیدو، سیلینیوم، مینګنیزو، میګنیزم، ویټامین بي ۱، کلسیم، پروټین، زنک او فایبرو درلودونکې ده او په ډېره لږه اندازه کالوري لري. یعنې په یوه کاچوغه د شړشمو په تخم کې یوازې ۳۲ کالوري او ۱.۸ ګرامه کاربوهایګریټ شتون لري.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، که چېرته د شړشمو تخم په ورځني ډول سره استعمال شي، نو ډېرې روغتیایي ګټې ورځنې ترلاسه کېدلی شي.

ویل کېږي چې د شړشمو په تخم کې د سیلینیوم شتون د ساه لنډۍ او د بندونو د دردونو شدت کموي او د میګنیزم شتون یې بیا د وینې فشار کموي او د نیم سري شدت کموي. دغه راز د سوخت په ختمولو په ځانګړي توګه د بخار په نتیجه کې د پوستکي زخمونه ښه کوي او د میکروبونو په سوخت پر وړاندې ګټور تمامېږي.

بله خوا د شړشمو د تخم له ځانګړتیاوو څخه یوه یې د نزلې کمښت او د تنفسي سیستم ښه والی دی، نو که چېرته کوم یو شخص د ساه اړوند ستونزې لري، د شړشمو تخم دې وژوي. دغه راز د هضم په کولو کې مهم ګټور تمامېږي او د میتابولیزم د عملیې د تېزولو په ګډون د عمر په ډېرېدو سره د هډوکو اړوند ستونزې هم له منځه وړي.

روغتیایي کارپوهان بیا وایي چې د شړشمو په تخم کې enzymes په نوم ماده شتون لري، چې د لویو کولمو د سرطان مخه نیسي او د سرطاني حجرو د ډېرېدو او پیدا کېدو د مخنیوي وړتیا په ځان کې لرلی شي او که چېرته د ملا له دردونو یا د عضلو له اوښتلو ځورېږئ، نو د شړشمو تخم وژوئ ځکه چې د شړشمو تخم د دردونو او سوخت په له منځه وړلو کې ګټور وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …