کورپاڼه / اسلام / مرغۍ والوته او حضرت جنید بغدادي رحمه الله ته وویل

مرغۍ والوته او حضرت جنید بغدادي رحمه الله ته وویل

ویل کېږي چې حضرت جنید بغدادي رحمه الله ته یو چا یوه مرغۍ د تحفې په ډول ولېږله، جنید رحمه الله ومنله او په یو قفس یا پنجره کې بنده کړه، څه موده یې له ځان سره وساتله او یوه ورځ یې خوشې کړه، چا ورنه پوښتنه وکړه، چې تاسې ولې دغه مرغۍ خوشې کړه؟ جنید رحمه الله ورته وفرمایل: چې ماته دې مرغۍ په ډېرو زاریو وویل چې ای جنیده! افسوس چې ته له خپلو ملګرو سره لېده کاته کوې او خوند ترې اخلې، خو ما له خپلو ملګرو لېرې ساتې او په قفس کې دې بنده کړې یم.

بس زما هم پرې زړه وسوځيد او پرې مې ښوده او مرغۍ راته د الوتلو پر وخت وویل: الوتونکی یا حیوان ترڅو چې د الله په ذکر بوخت وي، آزاد وي خو کله چې عافله شي نو الله تعالی یې قید کوي. ای جنیده! زه د الله تعالی څخه یوازې یوه ورځ عافله وم، چې سزا مې په قفس کې ولېدله، هغه کسان به څه کوي، چې ډېری وخت د الله تعالی له ذکر څخه عافله وي. ای جنیده! زه ستا په مخکې پخه وعده کوم چې نور به هیڅکله د الله تعالی له ذکره عافله نه شم او والوته.

وایي چې دغه مرغۍ به وخت ناوخت د جنید بغدادي رحمه الله لېدو ته راتله او په یو دسترخوان به یې ورسره دانه خوړله. کله چې حضرت جنید رحمه الله وفات شو، نو مرغۍ هم په ځمکه راولوېده او مړه شوه، چې بیا خلکو د جنید رحمه الله له قبر سره نږدې خښه کړه.

ویل کېږي چې بیا چا جنید بغدادی رحمه الله په خوب کې ولېد، چې ورنه پوښتنه کوي، چې ستا څه حال دی؟ جنید رحمه الله ورته ځواب ورکوي چې ما په مرغۍ رحم وکړو او الله تعالی پر ما.

Loading...

دا هم ولولئ

حوض کوثر به څه ډول وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې کومې ځانګړتیاوې بیان کړي؟

هر مسلمان بنده به د محشر په ورځ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم …