کورپاڼه / روغتيا / هغه کسان چې ورزش کوي اضافي کلسیم او ویټامین ډي ورته اړین ګڼل کېږي

هغه کسان چې ورزش کوي اضافي کلسیم او ویټامین ډي ورته اړین ګڼل کېږي

ویل کېږي چې کلسیم او ویټامین ډي د هډوکو په پیاوړتیا او ښه والي کې ډېر ګټور ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې ورزش کوي، باید په ورځني ډول د نورو په پرتله ډېر ویټامین ډي او کلسیم پخپلو خوراکي توکو کې شامل کړي. روغتیایې کارپوهان وايي چې د عمر په ډېرېدو سره له هډوکو څخه کلسیم وځي، چې بیا یې استعمال اړین تمامېږي. دغه راز ویټامین ډي هم د هډوکو د روغتیا لپارن اړین وي.

ښه او مناسب خواړه د هر انسان لپاره بنسټیز ارزښت لري، خو هغه کسان چې په ورځني ډول ورزش کوي، چې بیا په نتیجه کې ډېر کلسیم هم مصرفوي، نو ورته پکار ده چې پخپلو خوراکي توکو کې د کلسیم او ویټامین ډي استعمال ډېر کړي. روغتیایې کارپوهان وایي چې ورزش د کمزورو، وچو او چاغو ټولو لياره یوه ښه او صحت منده کړنه ده، چې هډوکي له کمزورۍ څخه ژغوري، خو ورسره څنګ په لږه اندازه کلسیم هم مصرفېږي، چې د هډوکو لپاره اړین وي.

کلسیم څه شی دی؟

کلسیم د یو منرال نوم دی، چې د انسان د بدن په غاښونو او هډوکو کې ډېر موندل کېږي. دغه وینه هم د کلسیم لرونکي وي، چې د بدن لپاره مهم فعالیتونه ترسره کوي. هډوکي د بانک په ډول کار کوي، څومره کلسیم چې ورته راځي له ځان سره یې ساتي او بیا یې وینې ته په هغه اندازه ورکوي، چې ورته اړتیا لېدل کېږي، خو که چېرته په خوراکي توکو کې په مناسبه اندازه کلسیم شامل نه کړو، نو هډوکي به مو له کلسیمو خالي شي.

ولې باید ویټامین ډي استعمال کړو؟

د کلسیم په څېر ویټامین ډي هم د هډوکو لپاره ګټور وي، چې بیا هډوکو ته قوت ورکوي او تر ډېره یې روغ ساتي. دغه راز ویټامین ډي ته د لمر ویټامین هم ویل کېږي، چې د لمر له وړانګو یې ترلاسه کولی شو. روغتیایې کارپوهان وایي چې په ورځني ډول له لسو څخه تر پنځلس دقیقو پورې لمر ته ودرېدل د بدن ویټامین ډي پوره کولی شي، خو دا هم اړینه ګڼل کېږي چې له خوراکي توکو یې باید ترلاسه کړو. نو راځئ چې هغه توکي وپېژنو چې ویټامین ډي او کلسیم ورځنې ترلاسه کېدلی شي.

  • د سوپ د تیارولو پرمهال د اوبو پرځای له شېدو کار واخلئ

  • له مستو، مېوو او شېدو څخه شربت جوړ او په ورځني ډول یې وڅښئ.

  • چاکلیټ لرونکي یا د توت زمیني لرونکي شېدې وڅښئ.

  • اضافي کلسیم په شېدو کې ګډ او و یې څښئ.

  • تازه مېوې او سابه په مستو او پنیر کې ککړ او و یې خورئ.

  • پنیر، شېدې، مستې او بادام وخورئ.

  • سوپ او ښوروا له پنیر سره یوځای استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …