کورپاڼه / روغتيا / که د شپې پرمهال خوب نه درځي څه کوئ؟

که د شپې پرمهال خوب نه درځي څه کوئ؟

ویل کېږي چې تشویش یا اندېښنه خلک ویخ ساتي، چې ځينې تشویشونه یا اندېښنې بیا مثبتې وي د مثال په توګه تاسې د یو کار لپاره پلان نیسئ او د پلان لپاره باید ډېر څه ذهن ته راولئ، چې بیا مو په همدې ډول خوبونه اغېزمن کېږي. خو که چېرته همدغه اندېښې د ورځې په جریان کې له منځه یوسو او خپلې ستونزې حل کړو، نو د خوب له ذکر شوې ستونزو څخه خلاصون موندلی شو.

ددې لپاره یوه کتابچه راواخلئ او سبا ورځې د ټولو کارونو نوملړ ولیکئ. د یوې څېړنې له مخې ثابته شوې چې د راتلوونکې ورځې د کارونو نوملړ لیکل د یوه ښه او آرام خوب په رامنځته کولو کې مرستندویه تمامېدلی شي.

دا خبره به یو څه جالبه درته وبرېښي چې د راتلوونکې ورځې کارونه نوټ یا یې نوملړ لیکل د ښه خوب سبب کېږي، خو څېړونکې بیا وایې که چېرته د راتلوونکې ورځې ټول کارونه له وېده کېدو دمخه په یو کاغذ ولیکل شي، نو مازغو مو له اندېښو او ځورونکو سوچونو څخه خلاصون موندلی شي.

سربېره پر دې که چېرته تاسې د خوب کولو هڅه کوئ، خو دماغو درسره ملګرتیا نه کوي، نو ددې مطلب دا هم کېدلی شي، چې تاسې غواړئ چې ډېر وختي وېده شئ. اته ساعته خوب کول اړین وي خو د یو انسان داخلي سیستم له بل سره توپیر لري، چې ځینې کسان بیا یوازې تر شپږو او اوو ساعتونو پورې خوب کوي. دغه راز تر هغې چې ستړي شوي نه یئ، نو مه وېده کېږي، چې دغه ډول کړنه مو هم د یوه ښه خوب په رامنځته کولو کې مرستندویه تمامېږي.

یاده دې چې یو ښه او مناسب خوب کول د انسان پر روغتیا مثبتې اغېزې پرېباسي، خو که چېرته د خوب له کمښت یا د خوب له ستونزو سره مخ شو، نو له ګڼو روغتیایي ستونزو سره هم مخ کېدلی شو.

Loading...

دا هم ولولئ

آیا په التراساونډ سره د چاغښت ستونزه حل مومي؟

امریکایي ساینسپوهانو د موږکانو پر ځیګر د التراساونډ څپې تېرې کړي او د چاغښت په …