کورپاڼه / روغتيا / د احساساتي فشار نښې نښانې او سببونه

د احساساتي فشار نښې نښانې او سببونه

احساساتي فشار د ذهني ځور یو حالت دی، چې مختلف ډولونه لرلی شي. ویل کېږي چې دا ډول فشار د مازغو اړوند ستونزه یا ځانګړی حالت دی، چې په ځینو حالاتو کې لکه د اړیکو په خرابېدلو او مالي ستونزو کې رامنځته کېدلی شي.

احساساتي خپګان یا پرېشاني یوه پراخه اصطلاح ده، چې د دماغي روغتیا د مختلفو ستونزو سره د اړوندو نښو، نښانو ښودنه کوي. دغه راز هر یو کس، آن هغه کس هم لع د احساساتي خپګان یا پرېشانۍ سره مخ کېدلی شي، چې له رواني ستونزو سره هم نه وي مخ. نو راځئ چې ځینې سببونه یې په لاندې ډول سره ولولو.

  • د بې وسۍ او مایوسۍ یا ناهیلۍ احساس کول.

  • پرته له کوم واضح سببه خپل ځان مجرم ګڼل یا د جرم احساس کول.

  • تر ډېره پورې په فکرونو او سوچونو کې اوسېدل.

  • د فکر کولو یا د یادولو ستونزې

  • ډېر زیات یا کم وېده کېدل

  • اشتها له منځه تلل یا یې په سیستم کې بدلون راتلل

  • موډ بدلېدل او د نشه یې توکو ډېر استعمال یا ورته مایله کېدل.

  • له نورو خلکو یوازې اوسېدل یا تنهایي خوښول

  • ډېر زیات په غوسه کېدل او په نه خبره چیړ چاړ کول

  • د ستړیا یا کمزورۍ احساس کول

  • په ورځني فعالیتونه کې ستونزې

د احساساتي خپګان یا پرېشانۍ سببونه بېخي ډېر او مختلف وي، چې په عام ډول سره ویلی شو چې احساساتي خپګان پخپل د سببونو یوه مجموعه ده، خو ځینې خلک بیا د یوې ستونزې یا تکلیف، تجربې یا هم د یوې پېښې په سبب ورباندې اخته کېږي. د مثال په توګه د نږدې ملګري یاهم د کورنۍ د کوم غړي مړینه، خو ځینې وخت د ماغي ستونزو په سبب هم رامنځته کېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …