کورپاڼه / هنر او کلتور / د ګنګنا رناوت په کوم فلم کې هډوکي مات شوي ول؟

د ګنګنا رناوت په کوم فلم کې هډوکي مات شوي ول؟

د هندي فلمونو هنرمندې ګنګنا رناوت ویلي دي، چې د بالیووډ په مشهور ډارمه یي فلم (مني کارنیکا: دی کویین آف جانسي) د شوټنګ پرمهال یې هډوکي مات شوي ول.

د ګنګنا رناوت د کامیاب فلم (مني کارنیکا: دی کویین آف جانسي) دوه کاله پوره شوي، خو اسمهال نوموړې په ټولنیزه رسنۍ ټویټر خپل زاړه تصویرونه شریک کړی، چې په یو تصویر کې په ویلچر ناسته ده او په دویم تصویر کې په تندي زخم څرګندېږي.

ګنګنا رناوت پخپل ټویټ کې وایي، دا هغه فلم و چې نه یوازې د کامیابۍ ریکارډ یې مات کړ، بلکې زما هډوکي یې هم مات او د زخم په سبب یې شل کوکه هم وخوړل.

نوموړې لیکي چې دغه فلم یې د ښځو په اړوند فلمونو کې په دریم مقام راغلی، خو په جاپان کې بیا د بالیووډ ترټولو کامیاب ګڼل کېږي. دغه راز په ټویټ یې 2YearsofManikarnika هیش ټګ څخه هم کار اخیستی.

یاده دې چې په مني کارنیکا فلم کې ګنګنا رناوت نه یوازې د هندوستان د یوې جنګ خوښوونکې ښځې (جانسي کي راني) رول لوبولی، بلکې په دې فلم کې د هدایتکارې په توګه هم دنده ترسره کړې. ویل کېږي چې دا فلم د ګنګنا رناوت د کامیابو فلمونو څخه دی او د فلم په صنعت کې یې د خپلوئ د پاللو هم نېوکې کړي او فلمي صنعت یې د یوې ګنده ویالې سره ورته ګڼلی.

Loading...

دا هم ولولئ

کنګنا رناوت

د هند يوې محکمې د مشهورې هنرمندې کنګنا رناوت د نيولو امر کړى

د هند د مشهور شاعر او سندرو ليکونکي جاوېد اختر د سپکاوي په تور د …