د سعودي عربستان ستورپوهانو د کعبې شریفې په سر د سپوږمۍ د واقع کېدو نیټه څرګنده کړه. ویل کېږي کله چې سپوږمۍ د کعبې شریفې په سر واقع شي، نو په مرسته یې د نړۍ ټول مسلمانان د قبلې لوری معلومولی شي.
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د سعودي عربستان ستورپوهانو ویلي، چې په روان ۲۰۲۱ کال کې به د خپل نوعیت له مخې ځانګړې واقعه د جنورۍ په ۲۸ نیټه د پنجشنبې په ورځ به هغه وخت پېښه شي، کله چې سپوږمۍ د بیت الله شریف په سر واقع شي.
د ستورپوهانو د ټولنې مشر انجینر ماجد ابو زاهره وایي، چې سپوږمۍ به د راتلوونکې پنجشنبې په ورځ د لمر لوېدو سره سم د شمال ختیځې برخې په شمالي افق کې راوخېژي او د شمال لویدیځې برخې په شمالي افق کې به پرېوځي. نوموړی وایي چې د پنجشنبې په شپه به په ځایي وخت ۱۰.۱۶ دقیقو سپوږمۍ د بیت الله شریف په سر واقع شي.
ابو زاهره وایي چې دا وخت به د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ښه موقع وي، ترڅو سپوږمۍ ته وګوري او د قبلې لوری معلوم کړي. نوموړی وایي چې پخوانیو وختونو کې به هم خلکو له همدې طریقې څخه ګټه اخیستله.