کورپاڼه / هنر او کلتور / مشهور نرښځي پارو نڅا پرېښوده، وايي له دې وروسته به سندرې وايي

مشهور نرښځي پارو نڅا پرېښوده، وايي له دې وروسته به سندرې وايي

د پېښور مشهور نرښځي پارو نڅا پرېښې او وايي چې غواړي د موسیقۍ مېدان ته راشي او ډېر زر به خپل د سندرو یو البم ثبت کړي.

پارو د پېښورو له مشهورو او ښایسته و نرښځیانو څخه دی، چې په رسنیو کې هم ډېر راغلی دی. نوموړي له ډیوه راډیو سره په خپله تازه مرکه کې ويلي دي چې نڅا يې پرېښې او اوس غواړي د سندرو البم راوباسي.

پارو وايي، چې د نڅا په کار کې هغې ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي او له دې امله يې پرېکړه کړې ده، چې نور به په محفلونو کې نڅاوې نه کوي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل، چې د ځان لپاره یې استاد نیولی دی، چې هغه ورته د موسیقۍ زده کړه هم ورکوي او ریاضت هم ورسره کوي.

پارو د دې په اړه، چې د ښځو او که د نارینه په غږ کې به سندرې وايي، وویل چې هغه خپل غږ لري او غواړي چې په خپل غږ کې سندرې ووايي، ځکه چې هغه نه نارینه دی او نه ښځه.

که پارو د موسیقۍ نړۍ کې قدم کېږدي او سندرې ویل پیل کړي، نو د پښتو موسیقۍ په تاریخ کې به هغه لومړنی نرښځی سندرغاړی وي.

پارو په خپله مرکه کې دا هم وویل، چې له دې مخکې يې هم څو څو ځلې د نڅا دا کار پرېښوده، خو خپلو ملګرو به ورسره دوکه وکړه او هغه به مجبوره شوه، چې بېرته نڅا پیل کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

صوفيه کېف

صوفيه کېف: سپى انسان ته بې شرطه مينه ورزده کوي

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې او موډله صوفيه کېف چې د پاکستان په اسلام اباد …