کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان په دویمه ټېسټ لوبه کې هم سریلانکا ماته او لوبلړۍ يې وګټله
جو روټ

انګلستان په دویمه ټېسټ لوبه کې هم سریلانکا ماته او لوبلړۍ يې وګټله

د انګلستان لوبډلې په دویمه ټېسټ لوبه کې هم سریلانکا ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په لوبلړۍ کې يې هم وایټ واش بریا خپله کړه.

دا لوبه چې د جنورۍ په ۲۲مه په ګال کې پیل شوې وه، سریلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۸۱ او په دویمه کې ۱۲۶ منډې ترلاسه کړې.

انګلستان بیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۴ او په دویمه پاڼۍ کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې او د ۶ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه.

د سریلانکا لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې انجیلو میتیوز ۱۱۰، نیروشان ډیکویلا ۹۲، دلرووان پیریرا ۶۷ او دنیش چندیمل ۵۲ منډې وکړې، خو په دویمه پاڼۍ کې څوک ونه ځلېدل.

د انګلستان لپارهدپه لومړۍ پاڼۍ کې جو روټ ۱۸۶ او جاس بټلر ۵۵ منډې وکړې، په دویمه پاڼۍ کې بیا ډام سبلي ۵۶ ناسوځېدلې او جاس بټلر ۴۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جو روټ ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه يې هم ترلاسه کړه.

یاده دې وي چې انګلستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ۷ ویکټو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړې وه.

دا هم ولولئ

نیوزیلېنډ د پاکستان لوبډلې لپاره د ۱۳۵ منډو هدف کېښود

حارث رووف د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره زبردسته توپ اچونه وکړه، هغه په څلور اورونو …