کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دېش د ویسټ انډیز لوبډلې ته وایټ واش ماتې ورکړه

بنګله دېش د ویسټ انډیز لوبډلې ته وایټ واش ماتې ورکړه

د بنګله دېش لوبډلې په دریمه نړیوالې یو ورځنۍ لوبه کې هم ویسټ انډیز ته ستره ماتې ورکړه، چې د دې سره يې د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې له وایټ واش ماتې سره مخ کړه.

د بنګله دېش او ویسټ انډیز دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه نن په چټوګرام کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې ویسټ انډیز پچه وګټله او لومړی يې توپ اچونه غوره کړه.

بنګله دېش په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې تمیم اقبال، مشفیق الرحیم او محمودالله ۶۴-۶۴ منډې وکړې، محمودالله ناسوځېدلی پاتې شو، همدا راز شکېب الحسن ۵۱ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز له لوري الزاري جوسیپ او رېمن ریفر دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د ۲۹۸ منډو هدف په تعقیب د ویسټ انډیز لوبډلې په ۴۴.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې او د ۱۲۰ منډو په ستر توپیر يې ماتې وخوړه.

د ویسټ انډیز لپاره رومان پاویل تر ټولو زیاتې ۴۷ منډې وکړې..

د بنګله دېش له لوري محمد سېف الدین ۳، مستفیظ الرحمان او مهدي حسن مرزا ۲-۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه مشفیق الرحیم او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه شکېب الحسن ترلاسه کړې.

د یادولو وړ ده چې بنګله دېش د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو ټولې لوبې وګټلې او بنګله دېش ته یې وایټ واش ماتې ورکړه.

دا هم ولولئ

شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ او حشمت شهیدې هم نورعلي ځدراڼ ته د صبر جمیل غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت شهیدي او …