کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان: ملي لوبډله کې داسې لوبغاړی نشته چې ماسره قطې وکړي

اصغر افغان: ملي لوبډله کې داسې لوبغاړی نشته چې ماسره قطې وکړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان وايي، چې دا غلطه خبره ده چې زمبابوې او ایرلېنډ کمزورې لوبډلې دي، که کمزورې وای بشپړ غړیتوب به يې نه ترلاسه کاوه.

نوموړي چې د ملي سپورټ ټلویزیون په فېسبوکپاڼه يې په ژوندي ډول خبرې کولې، د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم وویل چې په ملي لوبډله کې داسې لوبغاړی نشته چې ماسره قطې وکړي.

اصغر افغان دا هم وویل، چې په خپل کوربه توب د لوبو ګټه دا وي، چې پچ په خپله خوښه جوړ کړې او په دې برخه کې اکثر زما نه ګراونډ مېنان هم په تنګ وي، خو زه د خپلې خوښې پچ جوړوم.

نوموړي وویل چې د ایرلېنډ پر وړاندې لوبو نه وروسته موږ څو میاشتې وخت لرو او غواړم چې دوه دوه نیمې میاشتې کمپ جوړ کړو، تر څو په سکلز باندې کار وکړو، چې یو توپوهونکی وکولی شي ۱۴۰ یا تر دې زیات توپ څنګه ولوبوي، د دې لپاره پکار ده چې خواري وشي، یوازې یو یو ټېسټ او منډې ګټورې نه دي.

د چټکو توپ اچونکو په اړه اصغر افغان وویل، چې موږ کله هم کمپ جوړ کړو، نو د افغانستان ټول غوره بالران راغونډ کړو، خواري پرې وکړو، خو چې دوی کورونو ته لاړ شي، نو خواري نه کوي او بېرته يې لیول ټیټ شي.

اصغر افغان وویل، چې هر کله زموږ یو ورځنۍ یا شل اوریزې لوبې وي، نو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکوو، چې دوی یوه لوبه وکړي او پته ورته ولګي، خو دوی خواري نه کوي.

اصغر افغان د خپلې کوژدې د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې زما د کوژدنې نه وروسته نورو لوبغاړو ته هم لانجه جوړه شوې ده او ځینې وايي، چې کور ته لاړ شي نو ډېر په وخت ورته چای او ډوډۍ تیارېږي.

د یادولو وړ ده چې افغانستان او ایرلېنډ اوسمهال د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي، چې په لومړیو دوه لوبو کې افغانستان بریا خپله کړې ده او دریمه یا وروستۍ لوبه به سبا ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

انشا اپريدۍ او شاهين شاه اپريدى

د شاهد اپريدي د لور د شاهين اپريدي سره کوژده، د شاهد اپريدي د کورنۍ غبرګون ښکاره شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره يې کورنۍ د …