کورپاڼه / هنر او کلتور / د باليووډ اداکار ورون دهون د ښوونځي له ملګرې سره واده وکړ

د باليووډ اداکار ورون دهون د ښوونځي له ملګرې سره واده وکړ

د باليووډ فلمونو مشهور هنرمند ورون دهون د ښوونځي د ملګرې نتاشا دلال سره واده وکړ، چې د واده په پروګرام کې يې ډېرو خاصو خلکو ګډون وکړ.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، ورون دهون او نتاشا دلال په ښوونځي کې همصنفیان و، چې له هماغه وخت راهیسې په یو بل مین و، او اوس يې واده وکړ.

د ورون دهون او نتاشا دلال د واده دا مراسم د مهاراشټر د علي باغ په یو هوټل کې جوړ شوي و، چې د باليووډ ځینو نورو هنرمندانو هم پکې ګډون وکړ.

د ورون دهون او نتاشا دلال واده د جنورۍ په ۲۴مه نېټه وشو، چې وروسته بیا دواړو خبریالانو سره هم ولیدل، چې هغوی يې ځانګړي عکسونه هم واخیستل.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د دواړو د واده مراسم له څو ورځو راهیسې روان و، چې اوس پای ته رسېدلي دي.

له واده وروسته به په ممبۍ کې هم یو پروګرام ونیول شي، چې په دې پروګرام کې به بیا ډېر خلک برخه واخلي.

د یادولو وړ ده چې ورون دهون د مشهور فلم جوړونکي ډیويډ دهون زوی دی، چې د خپل لومړي فلم څخه يې د خلکو زړونه ګټلي او اوس د هندي سینما یو له مشهورو اداکارانو څخه دی.

د ورون دهون وروستی فلم “کولي نمبر ۱” و چې انلاین وېبپاڼه کې خپور شوی و، دا فلم خلکو ډېر خوښ کړی و، چې د هغه ترڅنګ پکې ساره علي خان او نورو مشهورو هنرمندانو هم کار کړی و.

Loading...

دا هم ولولئ

کنګنا رناوت

د هند يوې محکمې د مشهورې هنرمندې کنګنا رناوت د نيولو امر کړى

د هند د مشهور شاعر او سندرو ليکونکي جاوېد اختر د سپکاوي په تور د …