کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال له ۳۰ زره ځلې زیات دروغ ویلي

ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال له ۳۰ زره ځلې زیات دروغ ویلي

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر مهال له دېرش زره ځلې څخه زیات دروغ ویلي دي.

واشینګټن پوسټ په خپله یوه لیکنه کې د امریکا د پخواني ولسمشر په اړه ویلي دي، چې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال ۳۰ زره او ۵۷۳ ځلې دروغ ویلي دي.

په لیکنه کې ویل شوي دي، چې ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په لومړیو ۲۷ میاشتو کې شاوخوا لس زره ځلې دروغ ویلي و، خو همدومره دروغ يې بیا د خپل واک په وروستیو پنځه میاشتو کې ویلي و.

ډونالډ ټرمپ د کورونا په اړه شاوخوا ۲۵۰ ځل غلط خبرونه یا دروغ ویلي و، هغه یوازې په هغه ۶ ورځو کې دروغ نه و ویلي، چې د کورونا له امله بستر و.

د یادولو وړ ده چې ډونالډ ټرمپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ماتې وخوړه، خو د پایلو له منلو يې انکار وکړ او ټاکنې يې جعلي وبللي. د هغه د ناسمو څرګندونو له امله ټویټر د نوموړي اکاونټ د تل لپاره بند کړ، همدا راز فېسبوک، انسټاګرام، یوټیوب، سنېپ چټ او نورو ټولنیزو رسنیو هم د هغه اکاونټونه د یو څه مودې لپاره بند کړل.

ډونالډ ټرمپ د نوي ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو کې هم ګډون ونکړ او تر دغه مراسمو وړاندې يې سپینه ماڼۍ پرېښوده او فلوریډا ته لاړ. د امریکا په ۱۵۰ کلونو کې دا لومړی ځل و، چې د ولسمشر د مودې ختمېدو وروسته هغه د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو کې ګډون ونکړ.

دا هم ولولئ

ا.ا د افغانستان بانک پخواني رییس اجمل احمدي بانکي حساب کنګل کړی

ا.ا د تېر جمهوري نظام پرمهال د افغانستان بانک سرپرست رییس اجمل اجمدي شپږ نیم …