کورپاڼه / هنر او کلتور / د کپل شرما د شو د تړل کېدو پرېکړه شوې

د کپل شرما د شو د تړل کېدو پرېکړه شوې

ویل کېږي چې په هندوستان کې د سوني تلویزون کومېډي یا خندوونکې خپرونې (دی کپل شرما شو) به د راتلوونکې فبرورۍ په نیمایي وتړل شي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د ذکر شوې شو کار کوونکو لخوا دغه پرېکړه د کورونا د ویروس په وجه د رامنځته شو ستونزو په سبب شوې ده.

د شو جوړښټ په دې ډول دی، چې دوی مختلفو فلمي شخصیتونو ته بلنه ورکوي، چې بیا هغوی د فلم د شهرت لپاره په ذکر شوې شو کې ګډون کوي، خو اوسمهال د کورونا د ویروس په سبب فلمونه نه ریلیز کېږي، چې په همدې سبب په دې شو کې ګډون هم نه وي.

ددې سربېره په شو کې د کورونا اړوند لارښوونې عملي کول هم ستونزمن وي او خلک هم نه شي کولی چې په دې حالاتو کې د شو ګډون وال شي. نو په همدې سبب د شو کار کوونکو پرېکړه کړې چې د فبرورۍ په نیمایي کې به شو وتړي او کله چې حالات سم شول، نو دوی به خپل کار بېرته پیل کړي.

یاده دې وي چې په سوني تلویزون له دې وړاندې هم د کپل شرما شو د کار کوونکو د خپل منځني ستونزو په سبب تړل شوې وه، چې بیا ترڅو میاشتو پورې همداسې تړل شوې وه، خو کله چې یې نوي کار کوونکي پیدا کړل، بېرته یې شو پیل کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

کنګنا رناوت

د هند يوې محکمې د مشهورې هنرمندې کنګنا رناوت د نيولو امر کړى

د هند د مشهور شاعر او سندرو ليکونکي جاوېد اختر د سپکاوي په تور د …