کورپاڼه / روغتيا / د طب نبوي صلی الله علیه وسلم له مخې د انګورو ګټې

د طب نبوي صلی الله علیه وسلم له مخې د انګورو ګټې

انګور د الله تعالی له لویو نعمتونو څخه شمېرل کېږي، چې د غذایي ځانګړتیاوو سربېره د درملنې ځانګړتیاوې هم پخپل جوړښت کې لرې. دغه انګور یو له هغه غذایي توکو څخه دي، چې د زیاتو غذایي موادو په ګډون ډېر ژر هضمېږي، سمه وینه پیداکوي او د وینې په پاکولو کې ګټور تمامېږي.

الله تعالی فرمایي ژباړه: او موږ په دې کې د خرماوو او انګورو باغونه پیدا کړل او له داخل څخه مو چینې را وویستې، ترڅو دا یې مېوې وخوري.

له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره به یې د کشمشو اوبه جوړولې، چې بیابه هغه صلی الله علیه وسلم څښلې، په دویمه ورځ یې هم څښلې او په دریمه هم، بیابه چې څه پاتې شوې نو په خدمتګارو به یې وڅښلې یابه یې تلې کړې.

انګور د ښې روغتیا لپاره یو نعمت ګڼل کېږي، چې وزن ډېروي او د مخ د پوستکي رنګ ښکلی کوي. دغه راز د انګورو په جوړښت کې د کاربوهایډریټو، پروټین، ویټامین ای، ویټامین سي، کلسیم او اوسپنه هم موندل کېږي، چې د انسان د مجموعې روغتیا لپاره ډېر ګټور تمامېږي.

هغه کسان چې ډېری وخت د معدې له ستونزو سر ټکوي یاهم د معدې اړوند ستونزې لري، نو د انګورو استعمال ورته بې حده ګټور وي. دغه راز زړه، ځیګر، دماغو او ګردو ته انرژي او پیاوړتیا ور بخښي او د سینې اړوند د ټولو ناروغیو لپاره اغېزمن ګڼل کېږي او په ښه کولو کې مرستندویه تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې له خرما او شېدو څخه د غذایي رژیم لپاره خواړه تیار کړو؟

ویل کېږي چې د خرما او شېدو استعمال ډېر ژر وزن کموي، ځکه چې په …